د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۴

راسموسن وايي، طالبان زموږ تر توقع زیات قوي دي


راسموسن: په افغانستان کې به د جنګ مسیر د ځان په ګټه بدل کړو.
راسموسن: په افغانستان کې به د جنګ مسیر د ځان په ګټه بدل کړو.

د ناټو عمومي منشي وایي، چې طالبان له هغه څه نه چې دې تړون یې پیشبیني کړې وه، ډېر قوي دي، خو ناټو به روان کال د افغانستان د جګړې لوری د هغوی پرضد بدل کړي. له بلې خوا د ناټو مقامات وایي، چې تیره ورځ یې د افغانستان په جنوب کې د هوایي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو مهم قوماندان له خپلو څو ملګرو سره وژلی دی.

د ناټو عمومي منشي وایي، چې طالبان له هغه څه نه چې دې تړون یې پیشبیني کړې وه، ډېرقوي دي، خو نړیوال ځواکونه به روان کال په افغانستان کې په پوځي او سیاسي دواړو برخو کې پرمختګ وکړي.

د افغانستان د جګړی په اړه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ادارې د نوې ستراتیژۍ له مخې په زرګونو اضافي امریکایي سرتیري د افغانستان جنوب کندهار ته، چې د طالبانو قوي مرکز بلل کیږي، استول شوي دي.

طالبانو د مخ په زیاتیدونکو حملو په ترڅ کې روانه میاشت په کندهار او دغه راز د بګرام پر اډو هم حملې وکړې.

اندریس فوګ راسموسن پرون د کاناډا له یوې نشراتي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل، چې دا به صادقانه وي، چې ووایو، داسې ښکاري چې طالبان لکه هغسې چې په ۲۰۰۱ کال کې چې نړیوالو ځواکونو یې پرضد جګړه پیل کړه، پیشبیني کړې وه، اوس ډېر قوي دي.

خو راسموسن وویل، موږ به هم پوځي عملیاتو ته دوام ورکړو او په روان کال کې به د دې شاهد واوسو، چې روانه جګړه د ځان په ګټه مسیر ته برابره کړو.

د هغه په وینا دا ځکه چې لومړی په دې هېواد کې د نړیوالو ځواکونو شمیر زیات شوی دی او بل دا چې سیاسي پروسه هم پرسم مسیر پرمخ ځي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د سولې د هڅو په ترڅ کې د سولې مشورتې جرګه رابللې چې په کې قومي مشران او مخور له طالبانو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وکړي.

دا جرګه چې ټاکل شوې سباته په کابل کې جوړه شي،راسموسن یې په اړه وویل، ناټو د دې جرګې ملاتړ کوي او امنیت به یې ډاډمن کړي.

هغه زیاته کړه دا ډېره مهمه ده، چې د افغانستان حکومت له یوه قوي دریځ څخه د سولې خبرې پرمخ یوسي او همدا علت دی، چې ناټو به خپلو پوځي هڅو ته دوام ورکړي.

طالبانو د کندهار د عملیاتو په اړه چې ټاکل شوې ده، په نژدې راتلونکي کې به پیل شي، د مې په شلمه اعلان کړې وه چې دوی به د افغانستان د حکومت او په دې هېواد کې د بهرنیانو پرضد حملو ته زور ورکړي.

ښاغلي راسموسن وویل، طالبان پوهیږي، چې د ناټو ځواکونه اوس د دوی پرمرکز حمله کوي او همدا دلیل دی، چې دوی خپلې هڅې زیاتې کړي ځکه پوه دی، چې په کندهار کې ماته به پردوی یو قوی ګزار وي.

راسموسن د کندهار او بګرام پر پوځو اډو د طالبانو وروستیو حملو ته په اشاره وویل، چې له نظامي پلوه دوی په دې حملو کې بریالي نه شول.

په همدې حال کې پرون چارواکو په کندهار کې د ناټو د هوایي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه قوماندان چې حاجي امیر نومیږي له خپلو څو تنو ملګرو سره په پنجوایي ولسوالۍ کې ووژل شو.

ویل شوي چې نوموړی د کندهار پرزندان د طالبانو د حملې په ترڅ کې له دې زندان څخه تښتیدلی و او په کندهار کې د ډیرو حملو مسول بلل کیږي.

د ناتو چارواکو ویلي، چې د دوی قواوو قوماندان امیر او د هغه ډله له څو وررځو راهیسې تعقیبوله چې بالاخره په یوه لیري پراته ځای کې په یوه کور کې په نښه کړل او په ډیر احتیاط یې ورباندې حمله وکړه.

د ناټو چارواکو په وینا په دې عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسیدلی.
XS
SM
MD
LG