د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۲

د سولې جرګې ته د ګډونوالو راتګ د شنبې په ورځ په رسمي ډول پيل شو


د سولې ملي مشورتي جرګې ته د نوم ليكنې لړۍ پيل شوه
د سولې ملي مشورتي جرګې ته د نوم ليكنې لړۍ پيل شوه

د سولې د ملي مشورتې جرګې د ګډونوالود راتګ لړۍ د شنبې په ورځ په رسمي توګه پيل شوه. د جرګې د تېارېو د كميسيون چارواكې وايي، په دې جرګه كې د ګډون لپاره تر پنځوسو ډير قومي مشران او مخور راغلې دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

په كابل كې د سولې ملي مشورتي جرګې ته د هېواد له ګوټ ګوټ نه قومي مشران په دې هيله را روان دي، چې دا جرګه به په هېواد كې د سولې او امن بنسټ كيږدي.

يوشمېر قومي مشرانو له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو د څرنګوالي په اړه ځينې طرحې هم له ځانه سره راوړي.

دوى، چې د شنبې په ورځ يي د لوى جرګې په كيږدۍ كې راجسټرول هيله څرګندوله، چې طرحې به يي له وسله والو مخالفينو سره خبرو اترو او تل پاتې سولې ته لاره هواره كړي.

د سولې د ملي مشورتي جرګې د تېارېو د كميسيون چارواكي وايي، چې د جرګې د ګډونوالو لپاره يې د كابل په پولي تخنيك پوهنتون كې ټول امكانات برابركړى دى.

د دې جرګې د تېارېو د كمسيون وياند ګل اغا احمدي ازادۍ راډيو ته په خپلو خبرو كې وويل، چې د جرګې ګډون والو ته يي د معلوماتو يوه ټولګه هم برابره كړې ده ترڅو د هغې اجنډا له مخې دوي وكړاى شي خپل نظرونه او طرحې هم په كې شامل كړي.

ښاغلي احمدي وويل، په جرګه كې د ګډون لپاره تراوسه پورې له پنځوسو څخه ډير قومي مشران او مخوركابل ته را رسيدلي دي.
يوشمېرقومي مشرانو له وسلوالومخالفينوسره د خبرو د څرنګوالي په اړه ځينې طرحې هم له ځانه سره راوړي


ښاغلي احمدي د جرګې له ګډنوالو څخه وغوښتل، چې د دې جرګې په بېلابېلوغونډوكې په منظم ډول ګډون وكړې او خپل نظرونه او وړانديزونه څرګند كړي.

ټاكل شوې، چې د سولې ملي مشورتي جرګه د غبرګولي په دولسمه نېټه په رسمي توګه په خپل كارپيل وكړي چې د درېو ورځو لپاره به دوام وكړي.

په دې جرګه كې د افغانستان د بېلابېلو سيمو او قومونو څخه شپاړلس سوه ګډون كوونكي استازي به له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو لپاره يو ميكانيزم يا كړن لاره جوړه كړي.

ټاكل شوي وه، چې د سولې ملي مشورتې جرګه د روان كال د غوايي په مياشت كې جوړه شوى واى.

خو د تخنيكي ستونزو له امله دوه ځله وځنډېډه، مخكې له دې د دې جرګې د امنيت د ټينګښت په اړه ځينې اندېښنې موجودې وې، خو افغان امنيتي ځواكونه ډاډ وركړي چې دوې د جرګې جوړېدو ته بشپړامنيتي تدابيرنيولي دي.

راپور : ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG