د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

په خوست کې د محصل د وينې بانک پرانيستل شو


د خوست محصلين
د خوست محصلين

په هغه عونډه کې، چې په همدې مناسبت د خوست د شيخ زايد په پوهنتون کې جوړه شوې وه، د پوهنتون ريس دوکتور ګل حسن وليزي په خپلو څرګندونو کې د پوهنتون د محصلانو دواطالبانه احساس ستاينه وکړه اودا نيک او پرځای اقدام يې د بې وزله او وينې ته د اړو ناروغانو پر وړاندې يوه لويه قرباني وبلله.

ده په هېواد کې د نورو پوهنتونونو اوعلمي موسسو له مسوولينو او محصلانو وغوښتل، ترڅو د شيخ زايد پوهنتون د محصلانو په څير د ولايتونو په کچه ورته اقدام وکړي، د محصل د وينې بانک د جوړېدو نوښت د شيخ زايد پوهنتون د يوې ډلې زړه سواندو او نوښتګرو محصلانو له خوا شوې.

د حقوقو د پوهنځي د محصل داود افغان په وينا اوس مهال اوه سوه محصلان په خپله خوښه چمتو شوي، چې درې سوه پنځوس ليتره وينه د محصل د وينې بانک ته ورکړي.

دده په وينا د وينې د ورکړې دا لړۍ به ادامه ومومي اوتمه ده، چې د روانې مياشتې ترپايه به شاوخوادرې زره محصلين د وينې د ورکړې په اړه خپل نومونه ثبت او راجستر کړي.

د خوست د عامې روغتيا ريس ډاکټر اميربادشاه رحمتزي منګل د افغانستان دعامې روغتيا د وزارت د مشرتابه په استازيتوب د شيخ زايد پوهنتون د مشرتابه او محصلانو له دې اسلامي اوبشري خواخوږي څخه ستاينه او قدرداني وکړه.

اميربهير خوست
XS
SM
MD
LG