د یکشنبې په ورځ د سولې د مشورتي جرګې ترتیبوونکو وویل چې جرګه به د دې لپاره څو ورځې وځنډوي چې د هغې برخوال غړي ثبت شي .
د سیاسي چارو ځینې کارپوهان فکر کوي چې جرګه د دې لپاره ځنډول شوې چې ولسي جرګې ویلي ترڅو چې د دې جرګې غوښتنې حکومت نه وي منلي په جرګه کې ګډون نه کوي .
په داسي کارپوهانو کې یو هم احمدسعیدي دی .له هغه سره عصمت څاروان مرکه کړې ده :