په دې تاندې څانګې كې لومړى د زلمو د جامو په نوېو ډيزاينونو خبرې كوو.
كميس پرتوګ د افغان نارينه وو اصلې دوديزې جامې دي چې له پېړېو پېړېو راهيسې يي اغوندي.
دغه جامې په مختلفو ډولونو جوړېږي، د پاخه عمر زياتره نارينه ساده كميس پرتوګ خوښوي خو ځوانان چې په هر څه كې تنوع او ښكلا ته پام كوي نو وخت په وخت د دغو جامو جوړښت او ډيزاين كې هم بدلون او نوى والى راولي.
بيا د ځوان خبره په نامه فسټيوال د جوړېدو په اړه رپوټ لرو.
د ځوان خبره د افغانستان په كچه لومړنۍ رسنيز فسټيوال دى، چې د انټر نيوز اونۍ له خوا چې دواړه له رسنيو د ملاتړ دفترونه دي جوړ شوي.
په دغه درې مياشتني فسټيوال كې لومړى په درې او شپږ ورځنيو كورسونو كې د وبلاګ جوړونې، داستان ليكنې، عكاسي، فلمبر داري او د تصوير او غږ د ايډيټ په برخو كې ځوانان روزل كېږي، چې وروسته به د دغو ځوانانو كارونه د فسټيوال په وروستۍ اوونۍ كې رقابت ته وړاندې كېږي او دوو تر ټولو ښو اثارو ته به جايزې وركول كېږي.
د ځوان خبره فسټيوال مسووله معصومه محمدي وايي، چې دوى تر اوسه خپل روزنيز كورسونه په درې ولايتونو كابل، ننګرهار او بلخ كې پيل كړي او غواړي دغه لړۍ د افغانستان نورو ولايتونو ته هم وغځوي.
معصومې محمدي د ځوان خبره فسټيوال د جوړېدو مقصد د ځوانانو د فكري ودې او د رسنيو له لارې د هغوى د ستونزو او غوښتنو منعكسول وښودل.
د خپرونې په وروستيو كې د اوونۍ د سندرې اورېدل هم مه هېروئ
تاندې څانګې خپرونه، چې په كابل كې يې لينا شريفي برابروي هره شنبې او دوشنبې خپرېږي.