د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د پراختیا مخ کې پرتې ستونزې


Afghanistan Map
Afghanistan Map

په افغانستان كې له موجوده بهير نه په ګټې په لسهاو سياسي ګوندونه، چې اوس اوس جوړ شوي هڅه كوي، چې په سياسي ډګر كې د ځان لپاره يو ځاى بيامومي.خو سياسي ګوندونو د فعاليت په اړه د كتونكو انتقادونو ته په پام سره د عدليې وزارت د دوى د فعاليتونو په قانون كې بدلون راوستی.

په افغانستان كې د سياسي خوځښتونو روان بهير ته په پام سره د هېواد سياسي ګوندونه، چې اكثره يې اوس اوس فعاله شوي هڅه كوي په دې جنګ ځپلې ټولنه كې ځان ته يو مناسب ځاى پيدا كړي.

په افغانستان كې د سياسي ګوندونو موجوديت كه څه هم كومه نوې خبره نه ده، خو له موجوده وضعې نه په ګټې د سياسي ګوندونو د جوړولو بهير زور اخستې او ويل كيږي، چې همدا اوس يو سل او لس ګوندونه له عدليې وزارت سره راجسټر دي.

خو د دغو سياسي ګوندونو د فعاليت د بڼې په اړه شتو شكايتونو ته په پام سره د عدليې وزارت د دوى د فعاليت په قانون كې بدلون راوستی، چې له مخې يې ټول سياسي ګوندونه بايد ځانونه له سره راجسټر كړي.

د عدليې وزارت د سياسي ګوندونو د ثبت او سمون د چارو ریيس محمد ناصر حافظي د سياسي ګوندونو په قانون كې د بدلون په اړه وايي:

"موږ د افغانستان د سياسي ګوندونو په قانون كې بدلونونه راوستي دي، چې له مخې يو سياسي ګوند، چې په عدليې وزارت كې راجسټر كيږي، بايد د لسو زرو پلويانو د تذكرې او د راى وركولو د كارټونو فوټو كاپيانې ولري.

د دې ترڅنګ دوى بايد د افغانستان له څلوردېرشو ولايتونو څخه يو يو استازې ولري، چې لږ ترلږه دولسم پاس وي او عمر يې له پنځه ويشتو كلونو څخه كم نه وي. له دې ټولو نه زموږ هدف دا دی، كله چې يو سياسي ګوند پرانستل كيږي بايد افغانستان شموله وي."

د عدليې وزارت دا اقدام په داسې حال كې كړی، چې په افغانستان كې زياتره ساسي ګوندونه، چې د يوې ځانګرې سيمې، قوم او يا هم ډلې په نامه جوړ شوي.

تر دې مخكې سياسي ګوندونه د دې لپاره، چې په عدليې وزارت كې ځانونه ثبت كړي مكلف وو، چې د خپلو اوو سوو پلويانو كارتونه وښيي او د فعاليت جواز ترلاسه كړي.

خو په افغانستان كې فعال سياسي ګوندونه، چې تر ډېره كوچني تشكيلات لري، دې نوي اقدام ته په ښه نظر نه ګوري او د سياسي ګوندونو په قانون كې رامنځ ته شوي اصلاحات تر ډېره د خپلو فعاليتونو په وړاندې خنډ بولي.

په كابل كې د حزب اسلامي د دفتر يو مسوول سيد رحمان واحدي هم په دې برخه كې د دولت په اقداماتو انتقاد كوي.

"په رښتیا سره دولت احزابو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او نه هم غواړي چې احزاب مطرح شي او له بلې خوا لویه ستونزه دا وه، چې ګڼ شمېر حزبونه جوړ شول او د حزبونو ښه والی او بد والی په کې نه معلومېده.

خو بیا هم هغه احزابو، چې مطرح وو، په پارلمان کې وځلیدل.

دولت ځکه نه غواړي چې احزاب مطرح شي، ځکه چې اشخاص کمزوري کیږي او دا دولت له اشخاصو څخه جوړ دی."

خو افغان دولت بيا وايي، چې د سياسي ګوندونو په قانون كې رامنځ ته شويو اصلاحاتو دغو سياسي ګوندونو ته د دوى د فعاليتونو او د خلكو د باور د جلبولو په برخه كې زيات سهولتونه رامنځ ته كړي دي.

خو په عينې حال كې سياسي ګوندونو ته دا خبرداری هم وركړل شوی، كه د غبرګولي د مياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې ځانونه راجسټر نه كړي نو فعاليت به يې غيرقانوني اعلان شي.

په افغانستان كې د جنګ په كلونو كې سياسي ګوندونو چندانې فعاليت نه درلود، خو په هېواد كې د طالبانو د واكمنۍ ړنګېدل او د نړيوالې ټولنې ځواكمن حضور په هيواد كې د سياسي ګوندونو د فعاليت لپاره پراخه زمينه برابره كړه.

په لومړيو كې د سياسي ګوندونو د جوړولو بهير دومره چټك و، چې ان لس پنځلس كسان به يو ځاى شول او يو سياسي ګوند به يې جوړ كړ او بيا دا هم ليدل شوي، چې هم دغه لس پنځلس كسان به په خپله كې جلا شول او ګوند به يې په څو برخو وويشل شو.

دا هر څه په داسې حال كې پېښېدل، چې حكومت او د سياسي ګوندونو د فعاليتونو تنظيموونكي ادارې به پرې خبرې هم نه وې.

خو دا چې دغو سياسي ګوندونو په افغان ټولنه كې د ځان لپاره څه ډول ځاى جوړ كړې او خلك د دوى د فعاليتونو په اړه څه وايي، دا به د كابل ښار له يو شمېر اوسيدونكو څخه واورو.

"۱ـ زما نوم عزت الله مینه ناک دی، دلته ګوندونو ته هېڅ حاجت نشته، ښه به دا وي چې موږ په ځان کې یوه ملي روحیه پیدا کړو او خاص د افغانستان په نامه او د افغانستان د خلکو په نامه مبارزه وکړو. دغه ګوندونو موثر نه دي او دغو ګوندونو ته هېڅ حاجت نه شته.

۲ـ زما نوم حنضله رشاد سافی دی. په دې وروستیو کې په افغانستان کې سیاسي ګوندونو شمېر زیات شوی، څه ګټه هم نه لري، باید د ګوندونو په ځای ټول سره یوځای شو او ملي وحدت رامنځ ته کړو."

په افغانستان كې خلك د سياسي ګوندونو له فعاليت نه چندانې ښې خاطرې نه لري او ان د دوى د بدو خاطراتو لړۍ خو بيا د ديموكراسۍ كلونو ته هم ورګرځي، چې سياسي ګوندونو به د اصلاحي اجنډا پرته يوازې د حكومت په خلاف فعاليت كاوه.

خو تر ټولو بده خاطره په افغانستان كې د كيڼ اړخو ګوندونو د واكمنۍ مساله وه، چې ان په هېواد يې د بهرنيانو د يرغل زمينه برابره كړه.

د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد ودير صافی په دې اړه خپل نظر داسې بيان كړ.

"په افغانستان کې د بدو سابقې له مخې، چې سیاسي خزبونو پځوا درلود، په ځانګړي توګه د خلق دیموکراتیک حزب چې کیڼ ګوند و، وروسته بیا د مجاهدینو ګوندونه، دوی بیا ښي ګوندونه وو، ولو چې د تنظیمونو په نامه وو، خو بیا هم حزبونه وو او هغه اعمال چې دوی دواړو سرته ورسول، د افغانستان خلک له یوه نه هم ښه خاطره نه لري او اصلاً که چا ته د حزب نوم واخیستل شي بده پرې لګیږي."

خو ښاغلې ودير صافي بيا په ټولنه كې د سياسي ګوندونو موجوديت ضروري بولي، څو د بېلابېلو مسايلو په وړاندې د ټولنې په لارښوونه كې خپل رول ولوبوي.

په افغانستان كې له سياسي ګوندونو سره د خلكو د نه دلچسپۍ مساله په خپله په سياسي ګوندونو كې هم ريښه لري، چې تر ډېره د دغو ګوندونو له كړنو سره تړاو لري.

خو اوس دا ګوندونه د خلكو د ملاتړ د جلبولو لپاره په هېواد كې د شتو مسايلو په وړاندې بايد رغنده دريځ خپل كړي او په عينې حال كې د ځان په وړاندې د خلكو ترمنځ د خوشبيني فضا رامنځ ته كړي.

د ډيرو په اند سياسي ګوندونه په افغانستان كې د يو مهم رول د لوبولو لپاره لا هم اوږده لار په وړاندې لري څو په دې برخه كې شته ستونزې له لارې پورته كړي.
XS
SM
MD
LG