خو په پایتخت بنکاک کې د حکومت ضد سرو کمیسو مظاهره چیانو د پنجشنبې په ورځ هم خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ او ګڼ شمیر دولتي او غیر دولتي ودانیو ته يې اور واچوه.
دا په داسې حال کې ده چې د مظاهره کونکو مشرانو له خپلو پلویانو غوښتي چې په سولیزه توګه خواره واره او بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
غصه مظاهره چیانو په بنکاک کې یوه ستر سوداګریز مرکز ، د تلویزون سټیشن،د اسهامو د تبادلې مرکز،سینما،او بانکونه وسوزول.
راپورونه وايي چې د تایلنیډ حکومت د بنکاک په شمول دهیواد په شاوخوا ۲۴سیمو کې د خلکو په تګ راتګ بندیز لګولی دی.
په تایلینډ د روانو شخړو له امله لس ګونه کسان هغه مهال ووژل شول چې امینتي ځواکونو د بنکاک په مرکزي برخه کې د ټانکونو په ملاتړ د مظاهره چیانو په سیمه حمله پیل کړه.
د حکومت ویاند پانیتان وتنایاګورن وویل چې د سرو کمیسو مظاهره چیانو پر ضد د پوځ حمله بریالۍ وه:
((د بنکاک او شاوخوا سیمو او په خاصه توګه د لومپیني پارک د کنترول او تامینولو زمونږ عملیات کامیاب ووه.امنیتي ځواکونه اوس توانیدلي چې د لومپیني پارک شاوخوا سیمه هم په خپل کنټرول کې راولي.))
تراوسه پورې د سروکمیسو مظاهره چیانو اتومشرانو ځانونه امنیتي ځواکونو ته سپارلي او له خپلو پلویانو يې وغوښتل چې د بنکاک د مرکزي برخې محاصره چې له ۶ اونیو راپدیخوا پیل شوې وه پای ته ورسوي.
د مظاهره کونکو یوه مشر وویل له دې نه مخکې چې نور کسان هم ووژل شي هغه غواړي چې دا شخړه نور پای ته ورسیږي.
د مظاهره چیانو یو بل مشر وویل د زورزیاتي له لارې نشي کولی چې په تایلینډ کې ډیموکراسي رامنځ ته شي.
خو په عین حال کې بیا د تایلینډ د پوځ ویاند په خپلو خبرو کې د مظاهره چیانو مشران تروریستان بللي دي.
سروکمیسو مظاهره چیانو د مارچ په نیمايي خپله مظاهره پیل کړه،د بنکاک مرکزي برخه يې محاصره کړه،او د صدراعظم د استعفې او د پارلمان د منحل کیدوغوښتنه يې پورته کړه.
مظاهره کونکي چې اکثره يې د پخواني صدراعظم تاکسین شینوواترا پلویان دي ،ادعا کوي چې اوسنۍ حکومت له غیر قانوني لارې واک ته رسیدلی دی .