په ننګرهار کې د سره رود ولسوالۍ يوه قومي مشر او جهادي قوماندان حاجي عبدالظاهر قدير د دوشنبې په ورځ ماسپښين وويل:
"د سره رود د وړمې ورځې په عملياتو کې بې ګناه خلک وژل شوي او ٢ تنه بې ګناه نيول شوي، ده وويل: دا بې ګناه کسان بايد ژر خوشې او که نه شي؛ نو نتيجه به يې ښه راونه وځي."
د سره رود دوو تنو سيمه ايزو مشرانو هم ورته غوښتنه کوله دوى ويل:
"هغه جاسوسان چې دغه غلط راپورټ يې ورکړى بايد ولس ته وسپارل شي، چې مجازات شي نو د نورو لپار ه به د عبرت درس شي.
د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ سيمه ايز مشران په دې عقيده دي چې په دغه عملياتو کې ١٠ تنه بې ګناه وژل شوي؛ خو ايتلافي ځواکونه ټينګار کوي چې عمليات په وسله والو طالبانو ترسره شوي دي.
د ننګرهار ولايتي ادارې او ايتلافي ځواکونو د دغه نوي خبردارى په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.