د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۰

په ایران کې بندي فرانسوۍ ښوونکې خوشې شوه


فرانسوۍ ښوونکې کلوتیدي رایس یو کال مخکې په ایران کې د حکومت پر ضد د فعالیت په تور نیول شوې وه.
فرانسوۍ ښوونکې کلوتیدي رایس یو کال مخکې په ایران کې د حکومت پر ضد د فعالیت په تور نیول شوې وه.

فرانسوۍ ښوونکې کلوتیدي رایس چې ایراني چارواکو د جاسوسۍ په تور نیولې وه، پرون وروسته له هغه پاریس ته ورسېده چې ایراني چارواکو یې د جزا په حکم کې تعدیل راوست. د مېرمن رایس نیولو د ایران او فرانسې ترمینځ په اړیکو کې سخت کړکېچ رامینځ ته کړی و.

فرانسوۍ ښوونکې کلوتیدي رایس د جاسوسۍ په تور په بند کې د یو کال له تېرولو وروسته پرون د فرانسې مرکز پاریس ته ورسېده.

دا فرانسوۍ ښوونکې په هغو پراخو مظاهرو کې په ګډون تورنه وه، چې د تېرکال د جون د میاشتې له انتخاباتو وروسته د دوهم ځل لپاره د ولسمشر محمود احمدي نژاد د انتخاب پر ضد په مرکز تهران کې وشوې او د ایراني چارواکو په وینا لویدیځ د ایران د حکومت د بې ثباته کولو لپاره پلان کړې وې.

کلوتیدي رایس وروسته له دې چې د بند په حکم کې یې تعدیل راغی، د ۲۸۵ زره امریکايي ډالرو جریمې په ورکولو سره له ایرانه د وتلو اجازه ترلاسه کړه.

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي پرون له مېرمن رایس سره وکتل.

د دې فرانسوۍ ښوونکې نیولو، د ایران د اټومي پروګرام ترڅنګ د تهران او پاریس ترمینځ اړیکې کړکېچنې کړې.

د بشري حقونو د فدراسیون مرستیال مشر عبدالکریم لاهیجي ازادي راډیو ته وویل، د ایران حکومت مېرمن رایس له هغو درېیو ایرانیانو سره د تبادلې لپاره برمته کړې وه، چې په فرانسه کې بندیان دي:

"له لومړۍ ورځې څخه روښانه وه، چې کلوتیدي رایس په دې مساله کې یرغمل شوې ده. احمدي نژاد هم د فرانسې له درېیم کانال سره په مرکه کې په څرګنده وویل، چې موږ هم په فرانسه کې څو تنه زندانیان لرو او د هغو خلاصون غواړو."

لاهیجي زیاته کړه، په فرانسه کې دوه ایرانیان د پخواني صدراعظم شاهپور بختیار د قتل په تور بندیان دي، چې اعتراف یې هم کړی او درېیم تن یو انجنیر دی چې واشنګټن د پوځي تجهیزاتو په اخیستو تورن کړی دی.

خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر برنارد کوچنر د دې پرېکړو ترمینځ ارتباط رد کړی او ویلي یې دي، چې د فرانسې قضا، خپلواکه ده.

کلوتیدي رایس د اصفهان په پوهنتون کې له پنځو میاشتو تدریس وروسته د تېرکال په جولای میاشت کې هغه مهال د ایراني چارواکو له خوا ونیول شوه، چې له ایرانه وتلو ته یې تیاري نیوله.

له دې سره یوځای زرګونه نور کسان هم له حکومت سره د مخالفت په تور ونیول شول.
XS
SM
MD
LG