د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

په میدان وردګو کې کوچیان او هزاره قوم یو ځل بیا سره ونښتل


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې په ميدان وردګو ولايت كې د كوچيانو او هزاره قوم تر منځ يو ځل بيا د څړځايونو پر سره جګړه شوې ده. د كورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې د دغې اوږدې جګړې په اړه لا معلومات نه لري. تر دې څو مياشتې پخوا هم د افغانستان په مركزي ولايتونو كې د كوچيانو او هزاره ګانو تر منځ د څړځايونو پر سر جګړه شوې وه .

د ميدان وردكو په بهسودو ولسوالۍ كې د كوچيانو او ځايي هزاره ګانو ترمنځ له وروستۍ وسلوالې نښتې وروسته په سيمه كې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره هڅې روانې دي.

د هېواد د امنيتي چارواكو په وينا په سيمه كې د كوچيانو او ځايي هزاره ګانو ترمنځ دا وروستۍ نښته د شنبې په ورځ ناوخته پيل او د يكشنبې د ورځې تر سهاره پورې روانه وه.

د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري په يوه خبري غونډه كې د دې نښتې په تایيد وويل، چې دوى د دې نښتې د لاملونو څيړنه پيل كړې.

ښاغلي بشري كه څه هم په دې نښته كې د اوښتې زيانونو په اړه څه و نه ويل خو زياته يې كړه.

"تېره ورځ تر غرمې وروسته د ۳ بجو او ۳۰ دقيقو څخه د كوچيانو او ځايي هزاره ګانو تر منځ جګړه پيل شوې، له بده مرغه تر اوسه يې د زيانونو په اړه معلومات نشته، خو اوس جګړه بنده ده. جګړه د شپې روانه او تر نن سهار يې دوام درلود."

ويل كېږي، چې دغه جګړه تر ډېره په بهسودو ولسوالۍ كې د څړځايونو پر سره پېښه شوې ده.
پخوا هم دغه او د هېواد نورې سيمي د دا ډول جګړو ډګر پاته شوى چې په كې ډېر كسان وژل شوي او ټپي شوي دي.

ښاغلى بشري وايي، چې سيمې ته يې د جګړې د لاملونو د روښانه كولو او دا ډول ستونزو د مخنيوي لپاره يو پلاوى لېږلى.

"د كورنيو چارو وزارت او پوليس د ولايت په كچه، ۳ پلاوي سيمې ته تللي دي، لومړى پلاوى بهسودو، دويم پلاوى داى ميرداد ولسوالۍ ته تللى دى.

درېيم پلاوى چې په سر كې يې د ميدان وردګو ولايت د امنيت امر هم شامل دى د مركز څخه د پېښې ځاى ته لېږل شوى چې لاملونه معلوم كړي."

نږدې ۶ مياشتي پخوا د كوچيانو او هزاره ګانو استازو د افغان ولسمشر د قومونو او قبايلو د سلاكار وحيدالله سباوون په منځګړيتوب په كابل كې پرېكړه كړې وه، چې نور په خپل منځ كې جګړه نه كوي.

د دواړو خواوو استازي د افغانستان د قضايي او نورو ادارو څخه غواړي، چې د څړځايونو ستونزه دې په بشپړه او بې پلوه توګه وڅېړي.

د كوچيانو او هزاره ګانو تر منځ د اوسنۍ جګړې او ستونزې د حل لپاره افغان چارواكو تر اوسه څه نه دي ويلي.

معصوم ميوند - كابل
XS
SM
MD
LG