د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

د كابل د موسيقى ليسې ته جرمني د موسيقى الې وركړې


دا په افغانستان كې د پوهنې د وزارت په چوكاټ كې يوازينى ښوونځى دى، چې موسيقې په كې ښودل كيږي
دا په افغانستان كې د پوهنې د وزارت په چوكاټ كې يوازينى ښوونځى دى، چې موسيقې په كې ښودل كيږي

د افغانستان د ميوزيك له ليسې سره د جرمني د هېواد له خوا د موسيقى د پرمختللو الكترونيكي وسايلو مرسته وشوه. دا وسايل، چې مختلف ډولونه لري، ارزښت يي څه كم درې لكه امريكايي ډالره كيږي او د پنجشنبې په ورځ په كابل كې د جرمني د سفارت د چارواكو له خوا دغې ليسې ته وسپارل شوې.

د افغانستان د ميوزيك ليسه د پوهنې د وزارت په چوكاټ كې يوازينى ښوونځى دى، چې زده كوونكو ته د ښوونې او روزنې تر څنګ، كلاسيكه او غربي موسيقي هم ور زده كوي.

د ميوزيك د ليسې مدير ډاكتراحمد ناصر سرمست چې د پنجشنبې په ورځ يې په كابل كې د جرمني د سفارت له چارواكو څخه، د موسيقۍ نوي وسايل ترلاسه كول ازادۍ راډيو ته وويل، چې له دى وسايلو سره به د زده كوونكو ډيرې مسلكي او تخنيكي ستونزې اوارې او د موسيقۍ زده كړه به اسانه شي:

"د جرمني د هېواد مرستې به وكړاى شي، زموږ فني او مسلكي چارې نورې هم ښې كړي او دا الات ټول الكترونيكي او پرمختللي دي او ارزښت يي كابو درې لكو امريكايي ډالرو ته رسيږي."

ښاغلي سرمست دا هم وويل، د ليسې فني او مسلكي چارې د پرمختګ په حال كې دي او په راتلونكي يوه مياشت كې به د ميوزيك له ليسې څخه د ميوزيك د انسټيټيوټ په نوم واوړي.

د افغانستان د ميوزيك په ليسه كې اوس مهال څه باندې يوسلو پنځوس تنه زده كوونكي، د پوهنې د وزارت د تعليمي نصاب سره سم، عمومي مضامين او تر څنګ يي موسيقي هم زده كوي.

د موسيقي د الاتو انتخاب د زده كوونكو په خوښه كيږي په همدې اړه د ليسې يوه زده كوونكي چې د تمرين په خونه كې په تمرين بوخت و وويل:
د ميوزيك د ليسې مديرډاكتراحمد ناصر سرمست د جرمني د سفارت له چارواكو څخه، د موسيقۍ نوي وسايل ترلاسه كړل


"زه په اتم ټولګي كې يم، زه خپل درسونه هم واېم او تر څنګ ګيتار هم زده كوم، موسيقي راته په عملي او نظري بڼه ښودل كيږي او تر اوسه مې ډير څه زده كړي دي."

په دې ليسه كې موسيقي په دوو يعنې په كورنۍ او بهرني برخو ويشل شوي ده او زده كوونكو ته په نظري او عملي ډول ور زده كيږي.

په تشكيل كې يي د افغان ښوونكو شمېر اولس او د بهرنيو ښوونككو شمېره څلويښت ښودل شوى دى، حال دا چې اوس مهال يوازې دوه تنه بهرني ښوونكي لري.

دوي وويل، د دوى پاتې ستونزې د بهرنيو او په تېره د هندي استادانو د استخدام كموالى دى، دوى هيله وښوده چې مسول ارګانونه دې ورته دا زمينه برابره كړي، چې ډير بهرني استادان استخدام كړي.
XS
SM
MD
LG