د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

په جلال اباد کې د ايران پرضد لويه مظاهره وشوه


مظاهره کوونکي د جلال اباد ښار په واټونوکې وګرځېدل او د ايران قونسلګرۍ او د ملګرو ملتونو دفتر يوناما ته يې پرېکړه ليک وسپاره،
مظاهره کوونکي د جلال اباد ښار په واټونوکې وګرځېدل او د ايران قونسلګرۍ او د ملګرو ملتونو دفتر يوناما ته يې پرېکړه ليک وسپاره،
مظاهره کوونکو د ايران پر ضد او د ايران د کورني اپوزسيون په پلوۍ له دې امله شعارونه ورکړل او نارې يې ووهلې چې په دې وروستيو کې ايران لسګونه افغانان بنديان نا قانونه اعدام کړي او لسګونه نور و ته يې د اعدام خبردارى ورکړى دى.

د افغانستان د ختيځو څلورو ولايتونو مظاهره کوونکو وغوښتل، چې ايران دى افغان بنديانو د اعدام لړۍ ودروي او بنديان دى افغان دولت ته وسپاري، دوى د ايران پر ضد شعارونه هم ورکړل.
لاريون كوونكي په جلال اباد كې


يوه مظاهره کوونکي عبدالحنان ازادۍ راډيو ته وويل:

"ايران د افغانانو دومره سپکاوى کوي، چې د اعدام درسۍ پېسې هم له افغانانو اخلي او د دې د پاسه تر ټولو بل بد سپکاوى لا دادى چې کله افغانانو ته مړي سپاري نو زرګونه نورې پيسې د مړي په بدل کې هم اخلي.

موږ به خپلو لاريونونوته دوام ورکوو او خپل حق به غواړو. مرګ په ايران."


د ايران په ضد په مظاهره کې سلګونو ښځينه و هم ګډون کړى و، يوې يې ازادۍ راډيو ته وويل:

"په کار ده چې افغان دولت په افغانستان کې موجود ايرانيان هم همدغسې اعدام کړي، ځکه چې ايرانيان افغانانو ته په ډېره سپکه سترګه ګوري.

موږ به تر پايه د ايران د فاشيست دولت پر ضد خپلو لاريونونو ته دوام ورکړو."

مظاهره کوونکي د جلال اباد ښار په واټونوکې وګرځېدل او د ايران قونسلګري او د ملګرو ملتونو دفتر يوناما ته يې پرېکړه ليک وسپاره، چې په کې ويل شوي و، که غوښتنې يې ونه منل شي، نوبه لاريونونو ته دوام ورکوي.
XS
SM
MD
LG