د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

عمر:له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د نړېوالو اندېښنې درك كولاى شو


افغان حکومت دی ته ژمن دی چې په هېواد کې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې په مخ یوسي.
افغان حکومت دی ته ژمن دی چې په هېواد کې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې په مخ یوسي.

د افغانستان ولسمشرحامد کرزی او ورسره ملګری پلاوی یی پرون امریکا ته ورسید او ټاکل شوی ده، چې نن د دې هېواد د بهرنیوچارو له وزیرې هیلري کلنټن او نورو چارواکوسره خبرې وکړي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارډ هولبروک د اندرېو په پوځي هوايي ډګر کې د کرزي هرکلۍ وکړ.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د خپلې کابینې له دولسو غړېو او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره تېر ماښام واشنګټن ته ورسېد.

ولسمشرکرزی به په دغه څلور ورځني سفر کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن په ګډون له یوشمېرلوړ رتبه چاروکو سره لیدنې کتنې ترسره کړي.

د کرزي د کابینې غړي به له خپلو امریکایي سیالانو سره وګوري او په افغانستان کې به د پوهنې، روغتیا، د کاري فرصتونو او د کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارېو په باب خبرې وکړي.

واشنګټن ته کرزی په داسې یوه حساسه مرحله کې سفر کوي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې په وروستیو کې یوڅه تشنج رامنځته شوی او دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې امریکا دې هېواد ته په ملیارډونو ډالرو مرستې سربیره په زرګونو نور سرتېري استوي.

له هغه مهال راهیسي، چې د کرزى د لویدیځ ضد څرګندونو د واشنګټن او کابل ترمنځ اړیکي یوڅه خړ پړ کړي، دواړو لورو هڅه کړې چې د اړیکو د لاخرابېدو مخه ونیسي او دغه د ناندرېو مرحله ترشاه پریږدي.

د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار مرستیال بین روډس د مې په اومه نېټه په یوه خبري کنفرانس کې په اړیکو کې د ستونزو نه بلکه پر ظرفیتونو ټینګار وکړ، ویي ویل، چې د افغانستان اود امریکا د حکومتونو تر منځ ډیر واضح اهداف مشترک دي:

"دا به د دواړو لورو لپاره یو مهم فرصت وي، چې ګډ دریځونه وڅیړي چې موږ په کومه مرحله کې یواو وړاندې باید کوم ګامونه اوچت شي.

څه ډول راتلونکو اقداماتو ته اړتیا ده، نړېواله ټولنه له افغانستان سره نورڅه ډول اضافي مرسته کولای شي او افغانان په خپل هېواد کې د حکومت داري او د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره د خپلو پلانونو په تطبیق کې نور څه اضافي ګامونه اوچتولی شي."

له کرزي سره د سپینې ماڼې د خبرو یوه مهمه موضوع به په افغانستان کې د اداري فساد د له منځه وړلو پرهڅو متمرکز وي.

سپینه ماڼۍ غواړي پوه شي چې کرزي به په دی برخه کې څومره پرمختګ کړی وي.

اوباما د اداري فساد مساله په افغانستان کې د حکومت داری د ښه کولو لپاره خپل لومړیتوب ګرځولی دی.

د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر پرون په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې افغان حکومت دی ته ژمن دی چې په هېواد کې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې په مخ یوسي.

په سپنیه ماڼۍ کې د کرزي د خبرو یوه اساسي موضوع به په افغانستان کې له مخالفینو سره د روغې جوړې د بهیرمسله وي او کرزی به هڅه وکړي، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د اوباما ملاتړ ترلاسه کړي.

د کرزي ویاند وحید عمر وویل، کابل او واشنګټن په دی برخه کې چې وسله وال طالبان په څه ډول بیرته په ټولنه کې جذب کړى شي، سل په سلو کې موافق دی، خو د طالبانو له مشرانو سره د سولې د خبرو په برخه کې اختلاف په خپل حال پاتې دی:

"د سولې د خبرو په اړه یو لړمسایل شته، چې باید پرې بحث وکړو.

موږ د خپلو نړېوالو شریکانو پراندېښنو پوه یو. دلته په امریکا کې هم په دې اړه اندېښنې شته، چې موږ به له چاسره خبرې کوو، پرښځو به یي اغیز څه وي او دا ډول ټولې پوښتنې چې د دې بهیر په اړه موجودی دي، خو موږ به یي پرهرې برخې خبرې وکړو او حل لاره به یي ومومو."


امریکا له طالبانوسره د کرزي د سولې د خبرو ملاتړ کړى خو دغه ملاتړ یي یو څه شرایط هم لري.

د ايكن بيري څرګندونې د دواړو حكومتونو په اړه:

په افغانسان کې د امریکا سفیر کارل ایکن بيری پرون وویل، چې دواړو حکومتونو په دې موافقه کړی، چې هغه وسله وال د سولې په بهیر کې برخه اخلي باید کوم شرایط یي پوره کړي وي:

"زما په نظر زموږ د حکومتونو ترمنځ په دی برخه کې، چې افغانستان د پخلاینې بهیر پرمخ وړي، اصول روښانه دی. زما په نظر دا اصول واضح دی."

سپینې ماڼۍ ویلي، چې هغه وسله وال طالبان د سولې په خبرو کې برخه اخیستی شي، چې له وسله والو شخړو لاس واخلي، له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي او د افغانستان اساسي قانون ومني.
XS
SM
MD
LG