لاس انجلس ټایمز:
امریکایي لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې واشنګټن ته د افغانستان د ولسمشر د سفرپه اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې چې د پیل په کرښو کې یې لیکي، دغه سفر چې نږدې و د راپورته شویو ناندریو له امله لغوه شي، له واشنګټن سره د خړپړ شویو اړیکو د احیا لپاره یو مهم فرصت ګڼل کیږي.
ورځپاڼه لیکي، د اوباما اداره ډېره لیواله ده، چې د دواړو حکومتونو ترمنځ پراخې اړیکې ټینګې شي او زیاتوي تردې وړاندې یوه دولتي سفرته دومره زیاته پاملرنه نه وه اوښتې لکه دې سفر ته چې نن د رسنیو یوه توده موضوع ګرځيدلې ده.
لاس انجلس ټایمز لیکي، افغان ولسمشر به له واشنګټن څخه په دغه څلور ورځني سفر کې چې نن پیلیږي د دې امکان ولري چې په دغې حساسه مرحله کې چې په هېواد کې یې شخړې تربل هروخت ډېرې شوي، د اوباما له ادارې سره خپلې ترینګلې اړیکې بېرته ترمیم کړي.
د ورځپاڼې په وینا که څه هم په دغو اړیکو کې ډېرې لوړې ژورې لیدل کیږي، خو دواړه مشران به ښایي هڅه وکړي چې د وسله والو طالبانو په وړاندې د روانې جګړې د پیاوړي کېدو په اړه چې نهم کال ته داخله شوې او په اړه یې د امریکا د اروپایي متحدانو په منځ کې اختلافات مخ په زیاتېدو دی، یوګډ دریځ غوره کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې یوې غړې فوزیه کوفي لاس انجلس ټایمز ته ویلي، چې د کرزي د لویدیځ ضد څرګندونو ته په پام سره چې ډېرې ستونزې ترې راولاړې شوي، ډېر خلک د کرزي دا سفر له نژدې څاري.
ورځپاڼه لیکي، د دغو څرګندونو په عکس العمل کې د سپینې ماڼۍ چارواکي حتی دې پرېکړې ته نږدې شوي وو، چې دغه سفر لغوه کړي.
له هغه مهال راهیسې دواړو لورو هڅه کړې چې د لفضي شخړو اهمیت کم کړي، خو په دې سفر کې ممکن اوباما له کرزي سره د یوه لوړ شخصیت په توګه هغسې اړیکې وپالي لکه ترده مخکې ولسمشر جورج بوش به له هغه سره پاللې.
لاس انجلس ټایمز لیکي، یوشمېر امریکایي چارواکو چې د دې سفر په تنظیم کې ښکیل دي ویلي، له امریکایي چارواکو سره د افغان مشرانو په کتنو کې به ترډېره حده د حکومتونو ترمنځ د اړیکو پرپراخوالي ټینګار وشي او د دې خبرې ښکاره ثبوت هم دا دی، چې له کرزي سره د هغه د کابینې تقریباً ټول مهم غړي ملګرتیا کوي.
واشنګټن پوسټ:
امریکایی واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه مطلب کې بیا دا پوښتنه مطرح کړې چې ایا د افغانستان په اړه د ولسمشراوباما ستراتیژۍ عملي ده که نه؟
په داسې حال کې چې افغان ولسمشر حامد کرزی روانه اوونۍ له واشنګټن څخه کتنه کوي، ورځپاڼه له کارپوهانو څخه دا پوښتنه مطرح کوي، چې ایا په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر زیاتوالی اغیزمن وو که نه؟
ټولو کارپوهانو چې مخې ته یې دا پوښتنه اېښودل شوې له مختلفو زاویو د ځواب هڅه کړې، په دې اړه د بوسټن په پوهنتون کې د تاریخ او نړیوالو اړیکو د پروفیسور اندریو جي بسویچ چې امریکا په افغانستان کې د دایمي جګړې پرلوري په اړه یې یوکتاب هم لیکلی دی وایي، د تروریزم پرضد د جګړې په محور کې د افغانستان په بیا سمبالولو سره د اوباما ادارې دې حقیقت ته پاملرنه کړې چې په نړی کې افراطي وسله وال یو مشخص مرکز نه لري.
په افغانستان کې د جګړې ګټل دا مانا نه لري چې ګواښ له منځه تللی یا یې اندازه کمه شوې ده. د ورځپاڼې په وینا تیرو تجربو ښودلې، چې کله د لویدیځ پوځونو پراسلامي نړۍ حمله کړې نوترډېرې اندازې یې د لویدیځ پرضد جهاد ته لاره هواره کړې ده.
دغه فرضیه نن هم په خپل حال پاتې ده او یو ښکاره ثبوت یې د افغانستان نژدې ګاونډی پاکستان دی.