د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

په افغانستان کې د وحشي ژویو ژوند ته لنډه کتنه


په افغانستان كې كابو دېرش كلنو جنګونو وحشي ژوو ته هم زيان رسولى دى. افغان چارواكي او كارپوهان وايي، چې په دغه لړ كې د ډېرو ژوو نسلونه يا كم شوي او يا په بشپړه توګه له مينځه تللي دي او داسې ژوي او الوتونكي هم شته، چې د چاپيريال د ستونزو او د ښكاريانو له لاسه نورو سيمو ته تللي دي.

په افغانستان كې د اوږدې مودې مسلسلو جنګونو وروسته، د خلكو او دولتي چارواكو پام، په هېواد كې د وحشي ژوو ژوند ته را اوښتى او د دوى په خوندي ساتلو ټينګار كوي.

دوى وحشي ژوي د هېواد پانګه ګڼي او وايي، مخكې له دې، چې د دې ژوو نسل په بشپړه توګه له مينځه ولاړ شي، بايد رغنده پروګرامونه ورته ترتيب شي.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې ادارې په دې وروستيو كې، د وحشي ژوو خونديتوب ته په يولړ نويو هڅو لاس پورې كړى دى.

د دې ادارې د دفتررييس ډاكټر خالد نسيمي ازادي راډيو ته وويل، چې په راتلونكى لږو ورځو كې به په ټول هيواد كې د ژوو د خونديتوب لپاره د خلكو د پوهولو پروګرامونه پيل كړي.

د چارو كارپوهان وايي، چې پخوا دهېواد په غرورغو، د ښتو او ځنګلونو كې په سلګونو ډول ډول ژوى او مرغان اوسيدل، خو لكه څنګه چې ناامنيو په كې د هېواد خلك يا ووژل او يايې د سيموپرېښودلو ته اړكړل، همداسې يې وحشي ژوي هم ووژل اويا تيښتي ته يې اړايستل.

دوی داهم وايي، اوس هم د هيواد په ځينو سيمو كې ارزښتناك ژوي او مرغان پيداكيږي.

په افغانستان كې د امريكا د متحدو ايالاتو اقتصادي سفير څو ورځې مخكې د ځمكى د نړيوالې ورځې د نمانځلو په غونډه كې په كابل كې وويل، چې د دې هېواد غرونه اوس هم له سلو څخه ډېر د واورى پړانګان لري او بايد پرې نه ښودل شي، چې نسل يې له مينځه ولاړشي.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې ادارې په دې وروستيو كې د اته څلويښت ډول ډول ژوو اومرغانو يولست خپور كړ، چې د نا مناسبه چاپيريال له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

په دوى كې، برفي، ساده او تازي پړانګان، ماركوپولو پسونه، ډول ډول باختري هوسۍ، خاورين او دښتې ګيدړان، تور او نسوارى خنځير، غرني پيشوګانې، غرني سپي، د پامير پتنګان، كلنګ او داسې نور شامل دي.



د څارويو يوكارپوه عبدالباقي احمدزى وايي، چې د دولت مربوطي ادارې بايد د دوى په ګډو هڅو د دغوژوو د نسل د له مينځه تللو مخه ونيسي.

سره له دې چې دولتي مربوطې ادارې او خلك، په هېواد كې د ځينو ارزښتناكو مرغانو د نسل كموالى انديښمن كړي دي، خو بيا هم د كابل ښار د كاه فروشي د بازار په زړو او تنګو د كانونو كې، په سلګونو ډول ډول، رنګا رنګ واړه اوغټ مرغان په پنجرو كې اوړي رااوړي، چغيږي، خلك په كې خوښوي او اخلي يې.

په دغه تنګ او زوړبازار كې هره ورځ په زرګونو خلك اوړي رااوړي، څوك د مرغانو شوقيان دي، ساتي يې او څوك يې كاروباريان دي او د همدې لارې پيسې ګټي.


د كابل ښار په ژوبڼ كې په وروستيو څه باندې اته كلونو كې يوشمېر ژوي او مرغان ليدل كيږي، د دې بڼ امر عزيزګل ثاقب وايي، چې د بڼ اتيا فيصده ژوى، د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه ترلاسه شوي دي.

دې بڼ ته هره ورځ په سلګونو خلك ورننوزي.

دوى وايي، كه په بڼ كې ژوي او مرغان زيات او په پنجرو يې لګښت وشي، د ژوو ساتلو ته به پر يوه مناسب او خوندي بڼ واوړي.

كابل ښاروالۍ وايي، چې د كابل ژوبڼ ته يې پلانونه ترتيب كړي او په لږه موده كې به يې د بيارغاونې او پراختيا چارې پيل شي.

سره له دې چې دولت د يوه فرمان په خپرولو د وحشي ژوو پرښكار بنديز لګولى دي، خو بيا هم ليدل كيږي، د هيواد په ځينو سيمو كې د دې ښكار څخه لاس نه دي اخيستل شوي او ډېر ارزښتناك مرغان او ژوي ښكار او بهر ته قاچاق كيږي.
XS
SM
MD
LG