د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

فرانسې پنځوس تنه افغان پولیس دژاندرمري په برخه کې وروزل


فرانسې د كورنيو چارو وزير اختوف
فرانسې د كورنيو چارو وزير اختوف

پنځوس كسه افغان پوليسو د ژاندارمرۍ په برخه كې د فرانسوي استادانو له خوا تر روزنې ورسته خپل د فراغت اسناد تر لاسه كړل. په هغې غونډه كې چې له همدې امله د پنجشنبې د ورځې په مازديګر په كابل كې جوړ شوي وه، د افغانستان او فرانسې د كورنيو چارو وزيرانو هم برخه درلوده. د فرانسې د كورنيو چارو وزير ژمنه وكړه، چې مرستې به يې د افغان پوليسو د روزنې په برخه كې دغه شان روانې وي.

د ژاندارمرۍ په برخه كې روزل شوي پوليس به د لوړ پوړو چارواكو د ساتنې او د تروريزم سره د مبارزې په برخه كې كار كوي.

دغه پنځوس كسه نويو روزل شويو افغان پوليسو په نوموړې برخه كې شا او خوا دوه مياشتې له فرانسوي استادانو څخه زده كړه كړې ده.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په وينا هغه پوليس، چې د عامه نظم په برخه كې دنده تر سره كوي د ژاندارمرۍ په پوليسو په بدل شي.

د فرانسې د كورنيو چارو وزير د ينجشنبې د ورځې په مازديګر په كابل كې د دغو پوليسو د فراغت په مناسبت په جوړې شوې غونډه كې خبريالانو ته وويل، چې د يو امن او پرمختللي افغانستان لپاره مسلكي پوليسو ته اړتيا ده.

ښاغلي اختوف وويل، چې فرانسه به د افغان پوليسو د روزنې په برخه كې خپلو هڅو ته دوام وركړي:

"د افغانستان د كورنيو چارو وزارت او فرانسې همكاري پياوړې شوې ده، د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د پوليسو د پياوړتيا او روزنې په برخه كې خپلې هڅې پراخې كړې دي او دا هغه څه دي، چې فرانسه يې هم غواړي."

د فرانسې د كورنيو چارو وزير وويل، دوى په پام كې لري چې څلويښت كسه نور روزنكي هم افغانستان ته راواستوي څو په ميدان وردكو ولايت كې د پوليسو په نوي جوړيدونكي مركز كې د ژاندار مرۍ په برخه كې افغان پوليس وروزي.

دغه شان د افغانستان د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د افغان پوليسو د روزنې په برخه كې د فرانسې د هڅو په ستايلو سره وويل، چې دغه هيواد د ژاندار مرۍ د پوليسو د روزنې په برخه كې مهم رول لري:

"خوشحاله يو چې د فرانسې دولت د هيواد د پوليسو په پراختيا او ريفورم كې په ځانګړي ډول د پوليسو د نويو ځواكونو يا ژاندارمري د روزنې په برخه كې له موږ سره نيږدې همكاري لري."

د فرانسې د كورنيو چارو وزير د پنجشنبې د ورځې په سهار له ولسمشر كرزي سره هم وكتل او د افغان پوليسو د روزنې او بيا روغونې په برخه كې يې له افغان ولسمشر سره د مرستو او همكاريو ژمنه كړې وه.

افغان دولتي چارواكي وايي، چې د افغان پوليسو او ملي اردو روزنه او تجهيز ډير اړين دي، ځكه افغان امنيتي ځواكونه بايد كرار كرار د هيواد امنيتي مسوليتونه ټول خپل كړي.

خو داسې انتقادونه هم شته، چې د افغان پوليسو روزنې او تجهيز ته لكه څنګه چې لازمه ده پاملرنه نه كيږي.
XS
SM
MD
LG