د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

افغانستان سره د بريتانيا له خوا د شپږو هيلي كوپترو مرسته وشوه


په افغانستان كې د پوليسو د ليكو د پياوړتيا په دوام او په عملياتو كې د دغو ځواكونو د چټكتيا په هدف بريتانيا د كورنيو چارو وزارت له هوايي كنډك سره د شپږو روسي هليكوپټرو مرسته وكړه. له دې سره د هغو هليكوپټرو شمېره چې پوليس ورڅخه په بېلابېلو عملياتو كې ګټه اخلي نولسو ته ورسېده.

په هغه غونډه كې چې د دغو هليكوپټرو د سپارنې له امله د چهارشنبې په ورځ د كابل په هوايي قول اردو كې جوړه شوې وه د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې مرستيال جنرال داوود (( داوود )) وويل:

چې د دغو هليكوپټرو څخه په ګتې اخيستنې سره پوليس كولاى شي په هر ډول شرايطو كې او د هېواد په هره برخه كې د مخدرو موادو پر وړاندې عمليات تر سره كړي:
بريتانيا د افغان پوليسو د ښه تجهيز په هدف شيږ روسي هليكوپټرې د كورنيو چارو وزارت له هوايي كندك سره مرسته وكړه


"د افغانستان د كورنيو چارو وزارت هوايي كنډك نن له يو ستندرډې كاري وړتيا څخه برخمن دى، دوى په بريتانيا اوامريكا كې زده كړې ليدلي دي او نن په يواځې توګه ټول ماموريتونه ترسره كوي، ستاسې حضور په عملياتونو كې د مخدرو موادو او تروريزم پر وړاندې د مبارزې په برخه كې يو تحول راوستى دى، له دغه فرصت څخه په ګټې اخيستنې سره پكار ده چې تر دې هم فعاله شو."

ښاغلي داوود وويل، چې له دغو الوتكو څخه به د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې د عملياتو تر څنګ په نوربرخو، لكه اغيزمنو سيمو ته د پوليسو د ليږدولو او اكمالاتو په برخه كې هم كار واخيستل شي.

نوموړي وويل، چې د كورنيو چارو د هوايي كنډك په تشكيل كې ۲۳۹ كسه شامل دي چې تر دې مهاله ۱۳۱ كسه منسوبينو په بريتانيا او امريكا كې مسلكي زده كړې تر لاسه كړې دي.

دغه شان په كابل كې د بريتانيا د سفيرمرستيال تام دادا، چې په دغه غونډه كې حاضر و هيله څرګنده كړه چې له دغې مرستې سره به د هوايي كنډك پوليس د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې او پاڅونونو پروړاندې ښه جدي مبارزه وكړي.

نوموړي وويل، چې هېواد يې په څو ورستيو كلونو كې د افغان ځواكونو د روزنې او تجهيز په برخه كې په سلكونه مليونه ډالره پانګونه كړې ده:

"زموږ مرسته دلته نه ختميږي، نورې مرستې هم لرو، موږ دغه شان ژمنه كوو چې د دغه كنډك د منسوبينو د تنخوا ګانو په برخه كې مرسته وكړو، افغانستان د امنيت او مخدرو موادو په برخه كې ډيرې ستونزې لري، خو په ګډو هڅو سره به دغه ستونزې هوارې شي."

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په داسې حال كې د پوليسو د پياوړتيا او د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه كې نوې مرسته تر لاسه كوي چې ټاكل شوې په افغانستان كې ميشت بهرني ځواكونه په تدريج سره امنيتي مسووليتونه افغان ځواكونو ته وسپاري.

په افغانستان كې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې د څرنګوالي په اړه ګڼ انتقادونه موجود دي ، خو كارپوهان په دې باور دې چې د امكاناتو نه موجوديت په نوموړې برخه كې مبارزه كمزورې كړې ده، د دوى په وينا چې امكانات ښه كيږي نو د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې او د قاچاق د مخنيوي په برخه كې هم بايد مثبت بدلون رامنځته شي.
XS
SM
MD
LG