د كابل ښاروالۍ د تنظيف رئيس نثار احمد حبيبي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې، دوى د دغې ستونزيې د حل لپاره پوره اسانتياوې نه لري:
”په كابل ښاركې كوڅه ډبه سپي بې اندازې ډېر شوي دي او په دغوشپږو شپو كې چې د روغتيا وزارت زهر او غوښه تيار كړي، سم نه دي.
موږ هره شپه د ۲۵۰ څخه تر ۲۷۰ پورې كوڅه ډب سپي ټولوو، خو نور امكانات نه لرو او درمل هم بې كيفيته دي.
د تنظيف رياست خواري كوي، چې سپي بې هوشه شي، خو كله چې يې د ښخولو ځاى ته وړي بيرته پرهوش راشي او تښتي.“
د ليونيو او كوڅه ډبوسپيو د له منځه وړلو كمپاين د افغانستان دعامې روغتيا وزرات او كابل ښاروالۍ له خوا په ټول كابل كې له دوو ورځو راهيسې روان دى.
ښاغلي حبيبي وويل، چې اوس مهال په كابل كې شا او خوا سل زره سپي موجود دي، چې د له منځه وړلو لپاره يې بايد د عامې روغتيا وزارت دوى ته پوره او د ښه كيفيت درمل وركړي.
خو د عامې روغتيا وزرات چارواكي وايي، هغه درمل چې د كوڅه ډبو سپيو د وژلو لپاره په كار دي په ازاد بازار كې نه پيدا كېږي.
د روغتيا وزارت وياند نور اوغلي ازادۍ راډيو ته وويل چې، دوى د روغتيا د نړېوالې او نورو ادارو څخه غوښتي چې د دغو درملو مرسته ورسره وكړي:
”له بده مرغه تر اوسه چې زه له تاسو سره خبرې كوم، ستركنيل يا د كوڅه ډبو سپيو د وژلو درمل نه لرو، د روغتيا د نړېوالې ادارې او نورو ادارو څخه مو غوښتي، چې موږ ته دغه درمل راكړي او موږ به يې ښاروالۍ ته وركړو.
موږ په ډېرو ستونزو درې كيلو د سپيو وژلو درمل په پاكستان كې پيدا كړه او را ومو نيول، ځكه چې دغه درمل په ازاد بازار كې نه پيدا كېږي.“
خو د كابل ښار اوسېدونكي وايي چې، كوڅه ډبو سپيو دوى ته هم ډېرې ستونزې جوړې كړي، ان كوچنيان په ډاډه زړه درس ته هم نه شي لېږلاى.
دوى وايي، چې افغان چارواكو په دې اړه جدي ګامونه نه دي اخيستي او دا ستونزه كېداى شي بيا هم حل نه شي.
د روغتيا او ښاروالۍ چارواكي وايي، چې په تېرو دوو شپو كې يي نژدې شپږسوه كوڅه ډبه سپي له منځه وړي دي.
عام خلك وايي، چې دغه ډول كمپاينونه يوازې د څو ورځو لپاره وي چې ښې اغېزې نه لري.
د كوڅه ډبو او لېونيو سپيو د ډېروالي ستونزي يوازې تر كابله پورې محدوده نه ده بلكې، د افغانستان د بېلابېلو سيمو خلك هم وايي، چې د دوى په سيمو كې دې لويي ستونزې ته هيڅ پام نه كېږي، چې دوى يې د ناروغيو او نا ارامېو سره مخ كړي دي.