د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

فقيري:افغان پلاوى به په ايران كې د افغان زندانيانو موضع له نږدې وڅيړي


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې ټاكل شوې د افغانستان د جګ پوړو حكومتي چارواكو او د ملي شورا د غړېو يو ګډ پلاوى ايران ته سفر وكړي، چې هلته د افغان زندانيانو د اعدام موضوع له نږدې وڅيړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ د همدې مسئلې په اړه په كابل كې د ايران د سفارت شارژدافير احضار كړى و.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د وياند احمد ظاهر فقيري په وينا په دې كتنه كې د ايران شارژدافير ويلي، چې په ايران كې په اعدام د محكوم شوېو افغانانو شمېر ډير ښودل شوى.

په دې اړه په كابل كې زموږ همكار احمد زبير ژمن له ښاغلي فقيري سره مركه كړې.

XS
SM
MD
LG