دې زیاته کړه، دوی که اوس غواړي چې له افغان حکومت سره روغه وکړي، نو باید له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړي، له جګړې لاس واخلي، خپلې وسلې تسلیم او د افغانستان د اساسي قانون اطاعت وکړي.
خو مېرمن کلېنټن په ډاګه کړه چې دا فکر نه کوي، د طالبانو مشر ملامحمدعمر به له القاعده شبکې سره خپل اړیکې پرې کړي او له جګړې به لاس واخلي.
زرګونه امریکايي او د ناټو اضافي سرتېري افغانستان ته د رسېدو په حال کې دي او تمه ده چې د دوی شمېر به په اګست میاشت کې ۱۵۰ زرو ته ورسېږي.
دا د هغې ستراتیژۍ یوه برخه ده چې هدف یې په هېواد کې د روانې جګړې ختمول بلل شوي دي.
په پام کې ده، چې د دې سرتېرو زیاته برخه د افغانستان په جنوب کې ځای پرځای شي ځکه د امریکا په مشرۍ نړېوال ايتلاف غواړي له کندهار او هلمند ولایتونو څخه طالبان تصفیه کړي.
مېرمن کلېنټن یادونه وکړه، چې په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ورته ویلي چې ځینې طالبان غواړي د جګړې له میدانه ووزي.
دې په خپله ټلویزیوني مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د سیاسي حل لاره ممکنه ده. مېرمن کلېنټن زیاته کړه، په حاضر وخت کې داسې جګړه نه ده ورمعلومه چې د حل سیاسي لاره دې ونه لري.
ښاغلي هيلري زياته كړه، خلک یا له جګړې ستړي کېږي او پرېکړه کوي چې باید د سولې لاره غوره کړي او یا داسې ځپل کېږي او ماتېږي چې نور نو د خپلې وسلې ایښودل غواړي.