نيويارك ټايمز:
امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مې د لومړی نېټې په ګڼه کې تردې سرلیک لاندې، چې د پاکستان د استخباراتو پخوانی مامور ووژل شو، یو تحلیلي مطلب خپور کړی چې د پیل په کرښو کې یي لیکي:
د پاکستان د استخباراتو د ادارې ( ای اس ای ) د پخواني مامور خالد خواجه مړی، چې له طالبانو او القاعده سره یي ښې اړیکي لرلی او یوه میاشت مخکې سخت دریځو وسله والو تښتولی وو، د جمعې په ورځ په لویدیځه قبایلي سیمه کې وموندل شو.
نیویارک ټایمز لیکي، د ۵۸ کلن خالد خواجه وژنه د دې ښکارندویي کوي، چې افغانستان پولي تر څیرمه د پاکستان په لویځ کې د سخت دریځو وسله والو شبکې څومرې پیچیلې شوي دي.
د ورځپاڼې په وینا خواجه، چې تل به یي تیزې خبرې کولې، د هوایي ځواکونو پخوانی افسر وو، چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې چې امریکا د شوروي له خوا د افغانستان د اشغال په موده کې له جهادي ډلو سره مالي مرستې کولې، د پاکستان د پوځ او د دغو جهادي ډلو ترمنځ د اوږدې مودې لپاره اړیکه ټینګوله.
د نیویارک ټایمز په وینا د کلونو په تېرېدو سره همدغو سخت دریځو ډلو، چې یو وخت د پاکستان د حکومت تر کنټرول لاندې وې، نن ورځ خپل دریځ بدل کړی، پرقومي، سمتي او فرقوي اساساتو ولاړ خطرناکه ایتلافونه یي رامنځته کړي دي.
نیویارک ټایمز لیکي، د اسې ښکاري چې خالد خواجه په ۲۰۰۷ کال کې په اسلام اباد کې په لال جومات کې د سخت دریځو او حکومت ترمنځ جګړه کې هم د منځګړي رول لوبولای وو، چې ورته یي ستونزې راولاړې کړي.
پردې جومات د پاکستاني ځواکونو له حملې وروسته په ټول پاکستان کې سخت دریځوعکس العمل ښکاره کړ او ډیرو یي د حکومت پرضد جهاد اعلان کړ.
د ورځپاڼې له لیکنې سره سم ویل کیږي، چې خالد خواجه د سخت دریځو وسله والو د یوه مشر په نیولوکې له پوځ سره همکاري کړی، دی مشر ته یي ویلي وو چْ که غواړي وتښتي نوبرقه یا چادري دې واغوندي، چې وروسته یي پوځ ونیسي.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، خواجه په تېر ډيسمبر کې په اسلام اباد کې په خپل کور کې په ښکاره له امریکا سره خپل مخالفت څرګند کړی وو او ویلي وو، چې زموږ امریکایان نه دي خوښ، زموږ حکومت د هغوي یو لاس پوڅې حکومت دی اوله همدې امله نن هرڅه ګډوډ دی.
خواجه د هغه بد حالت یادونه کړی وه، چې د ده په وینا امریکا د خپلو بمونو د استعمال په خاطر نه محاکمه کیږی.
ده ځان وژونکي حملې داسې توجیه کړې وې، چې ګواکې هغه د بې عدالتي، انتقام اوعقېدی یو پیغام له ځان سره لري.
هغه څه، چې ټولنې له پامه غورځولي دي. د ده په برخه کې داسې هم ویل کیږي، چې د یوه عرب کورنۍ ته یي په خپل کورکې ځای ورکړی، چې پلار یي په افغانستان کې وژل شوی دی.
ګارډین:
بریتانوي ګارډین ورځپاڼې هم د شنبې د ورځې په ګڼه کې په دې اړه یوه لیکنه خپره کړې، چې په یوه برخه کې یي راغلي دي، سخت دریځو وسله والو په وروستیو کې ګارډین ته په استولي ایمیل کې د برمته شوېویو ویډیویي تصویرهم ضمیمه کړی وو.
د ورځپاڼې په وینا دغه ایميل د اسیا پړانګانوتر مستعار نوم لاندې هغو سخت دریځو پنجابیانو استولي، چې په لشکر جنګوي ډلې پورې تړلي دي.
په دې ایمیل کې دا ډله د خالد خواجه د وژنې ادعا کوي او خبر دارې ورکوي، چې که د پاکستان حکومت د دوي غوښتنو ته ځواب ونه وایي نو نور برمته به هم ووژني.
ګارډین وړاندې لیکي، خالد خواجه د پاکستان په جهادي سیاست کې یوه مهمه څیره ګڼل کېده، چې په اتیاېمه لسیزه کې یي له اوسامه لادن سره نژدې اړیکي لرلې.
تېرکال ده ویلي وو، چې په ۱۹۹۰ کال کې یي د مخالفانو د مشر نواز شریف او بن لادن ترمنځ په یوې کتنه کې منځګړیتوب کړی وو، چې د هغه د وخت بې نظیر بوټو د واکمنۍ د نسکورولو په هدف ترتیب شوی وه.
ګارډین لیکي، د پاکستان د استخباراتو د ادارې پخوانی مامور خالد خواجه وروسته د بشري حقونو یو مدافع ګرځېدلی وو، چې د هغو مشکوکو اسلامي سخت دریځو د تښتونې د غیر قانوني نیول کېدو او ځیني وختونه په خپله د ای، اس، ای له خوا د هغوي د شکنجه کېدو په اړه یي خپل د اعتراض غږ اوچت کړی وو، چې زياتره د سي، ای، ای او کله ناکله د بريتانوي استخباراتي ادارو په غوښتنه نیول شوی و.
د ګارډین په وینا خالد خواجه یوه ډیره پیچلي لوبه کوله، چې په غالب ګومان په یوې کې یي دې په خپله بندي شو.