د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۶

كه په افغانستان كې د روان ناروين مخه ونه نيول شي، بيا به د جګړو ښكارشي


په داسې حال كې، چې په افغانستان كې د سولې د مشورتي جرګې لپاره تيارۍ روانې دي بېلابېل اړخونه هڅه كوي، چې د دې جرګې له جوړېدو نه مخكې خپل نظريات څرګند كړي. په كابل كې د نړېوالو ستراتيژيكو مطالعاتو مركز هم د يكشنبې په ورځ يوه غونډه جوړه كړې وه، چې هدف يي په افغانستان كې د سولې د راوستلو په لارو چارو بحث كول وو.

د دې مركز رئيس محمد عارف رحماني وويل، كه په افغانستان كې د روان بحران مخه و نه نيولې شي نو ممكن سيمه او نړۍ يو ځلې بيا د جګړې لمبو ته ولويږي:

”افغانستان په يوه ويرانوونكي ناورين كې دى، چې نه يوازې افغانستان ګواښوي بلكې سيمه او نړۍ هم ګواښوي، فكر كووم، كه د دې ناورين په وړاندې جدي ګامونه پورته نه شي او يوه ګټوره او عملي ستراتيژي ورته جوړه نه شي افغانستان او سيمه به يو ځل بيا د تروريزم لاسته ولوېږي او د جګړې ښكار به شي“

د ښاغلي رحماني په وينا په افغانستان كې د سولې هڅې بايد د يو پراخ ماموريت په چوكاټ كې پر مخ بوتلاى شي، څو باورې پايلې له ځانه سره ولري.

د افغانستان د ملي امنيت سلا كار ډاكټر سپنتا د غونډې بل وينا وال وو، ده كه څه هم په هېواد كې د دولت د واكمنۍ د پراختيا او ټينګ لپاره د دفاعي ادارو پياوړې كول او لري ضروري وبلل خو وويل، چې د هېواد روان بحران بايد د يو سيمه ايز چوكاټ په ترڅ كې وڅيړلې شي:
د افغانستان د ملي امنيت سلا كار ډاكټر سپنتا د غونډې بل وينا وال وو


” له دولت څخه د دفاع د وسايلو ساتل د بيلګي په توګه امنيتي ادارې، پوليس او ملي اردو چې وكولاى شي دولتي واكمني ټينګه كړي ضروري ده.

خو په افغانستان كې د نا امنيو لاملونه بايد په يو سيمه ايز چوكاټ كې وڅېړل شي، څو موږ وكولاى شو په راتلونكو پنځو كلونو كې يو باثباته افغانستان ولرو.“

ځينې افغان سياسي څېړونكي وايي، وړاندې تر دې چې د افغان حكومت د وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې يا د سولي ملي جرګه پيل كړي، بايد لومړى نړېواله ټولنه په دغو مسايلو پوه كړي.

ټاكل شوې وه، چې د سولې ملي مشورتي جرګه د غويي مياشتې پردولسمه پيل شي خو د افغان چارواكو په خبره د ځينو ستونزو لكه امريكا ته د ولسمشر حامد كرزي د سفر له كبله دغه جرګه درې اونۍ وځنډېده.

معصوم ميوند- كابل
XS
SM
MD
LG