د هلمند ولایت هغه اوه تنه اوسېدونکي، چې نږدې یو کال مخکې وسله والو طالبانو سره د لاس لرو په تور د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوي او بیا د بګرام هوايي ډګر په زندان کې بندیان وو، خوشې شول او له دوی او کورنیو څخه یې ضمانت واخستل شو.
په ضمانت پاڼه كې ليكل شوي وو، چې نور د دولت له مخاليفينو سره مرسته نه كوو او د هغوی ملګرو ته ځاى نه وركوو.
په دغو بنديانو كې د پاخه عمر ترڅنګ ځوانان هم وو.
دغه اوه تنه د هلمند د نادعلي، ګرشك او مارجې ولسواليو اوسيدونكي وو، دوی له ورايه جوړ مالومېدل خو د ډېرو خبرو حوصله يې نه درلوده.
سيد محمد، چې لس مياشتې يې د بګرام په هوايي ډګر كې تيرې كړې دي وايي، بهرنيو ځواكونو يې ماښام پركور چاپه ووهله او بګرام ته يې له ځان سره یووړ.
که څه هم خوشي شوو كسانو له رسنيو سره خبرو ته زړه نه ښه كوي، خو يو تن حاجي عبدالحليم وويل، ١٠ مياشتې ووړاندې په مارجه کې د خپل کور مخې ته د بهرنيو ځواكونو د عملياتو پرمهال ونيول شو او تر دې مهاله په بګرام کې بندي و.
خو دا لمړى ځل نه دى، چې په هلمند كې د طالبانو او وسلوالو مخالفينو په نوم د بهرنيو ځواكونو له لوري نيول شوي كسان خوشي كيږي.
د هلمند د والي مرستيال عبدالستار ميرزكوال په هغه غونډه كې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه وويل.
نور يې د ولسمشر حامد كرزي په غوښتنه د نړيوالو ځواكونو سره په ګډه دا پرېكړه كړي ده، چې په باګرام او نورو زندانو نو كې د نيول شوو افغان سياسي زندانيانو د دوسيو څېړنه چټكه كړي او ورسره يې د ټولو سياسي بنديانو د خوشي كولو پلان جوړ كړى دى.
ميرزكوال د بنديانو له دوستانو غوښتنه وكړه، چې تازه خوشي شوي كسان دې د دولت د مخاليفينو سره د مرستې كولو نه ليري وساتل شي.
هغه وويل، دا زندانيان د دولت د سولې د پروګرام په خاطر د ښه نيت له مخې خوشي كيږي.
ده وويل، تر دې وروسته ټول هغه بنديان چې د دولت سره د جګړې پرمهال نيول کيږي لومړی به ولايتي اداره پرې خبريږي او دوسيه به يې په څلورويشت ساعتونو په اوږدو كې بشپړ كيږي.
په بګرام کې د افغان بنديانو د څارنې مسوول قاري محب الرحمن وويل، چې د ايساف او افغان دولت تر منځ داسې پرېکړه شوې ده، چې له مخې به يې د نيول شوو کسانو څخه نه يوازې پلټنې افغانان كوي او د هغوی ساتنه به هم د افغان ځوا كونو په لاس كې وي .
زندانيانو په يوه اواز دا خبره ومنله چې په بګرام کې له دوى سره ښه او انساني چلند کېدى خو بيا هم زندان زندان دى ازاد نه وو، له کورنيو څخه لري وو.
دوی له افغان دولت څخه کيله وکړه، چې په زندان کې يې د دوی پوښتنه نه ده كړي.
د يادولو ده، چې څو ورځې وړاندې هم د هلمند په ښورا ميدان كې چيرې، چې بهرني ځواكونه ميشت دي، ترشلو زيات زندانيان چې د هلمند په بېلا بېلو سيمو كې نيول شوي وو، بېرته خوشې كړاى شوه او د هغوی نه هم د مخاليفنو سره د نه يو ځاى كېدو ضمانت ليكونه واخستل شول.