د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

رفعت: هڅه کوو چې په خپلو کړنو د خلکو او نړېوالو بارو ترلاسه کړو


د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون نوی غړی احمد ضیا رفعت
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون نوی غړی احمد ضیا رفعت

د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د كمېسيون غړي وايي، چې دوى هڅه كوي په خپلو كړنو سره د خلكو او نړيوالو ادارو باور جلب كړي. د دغه كمسيون يو غړي احمد ضيا رفعت د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خپله ځانګړې مركه كې وويل، چې دوى اوس د داسې طرحو په جوړولو بوخت دي، چې له مخې كانديدان په خپل وخت دوى ته خپل شكايتونه و رسوي او دوى ژر تر ژره هغه هوارې كړي.

د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون نويو غړو د شنبې په ورځ خپله لومړنۍ غونډه جوړه كړه، چې تر ډېره د كانديدانو د شكايتونو او سرغړونو د څيړلو لپاره د يو پراخ او د باور وړ ميكانيزم جوړولو ته ځانګړې شوې وه.

د دغه كمسيون غړي اوس اوس د ولسمشر كرزي له خوا ورپيژندل شوي، چې درې يې كورني او دوه يې بهرني وګړي دي.

د دغه كمسيون يو غړي احمد ضيا رفعت له ازادي راډيو سره په خپله ځانګړې مركه كې وويل، چې په دې غونډه كې دوى په هغو لارو چارو غور وكړ، چې وكولاى شي د كانديدانو او نورو اړوندو ادارو اعتراضونو ته ژر تر ژره د هواري لار وموندلې شي.

"هغه مساله، چې د دې كمسيون په لومړنۍ غونډه كې مطرح شوه دا وه، يوه داسې طرح جوړه شي، چې كانديدان او يا هم نورې ادارې ژر تر ژره خپل شكايتونه دې كمسيون ورسوي.

دوېيمه مساله، چې په غونډه كې پرې بحث وشو، د دې شكايتونو او سرغړونو ژر تر ژره څيړل دي او د يو داسې ميكانيزم جوړول، چې په خپله اړوندې ادارې او د ولسي جرګې كانديدان وكولی شي له نږدې نه د دې كمسيون د كار له څرنګوالي نه خبر اوسي."

د انتخاباتي شكايتونو كمسيون په داسې حال كې خپله لومړنۍ غونډه جوړه كړې، چې د ولسي جرګې د كانديدانو د نوم ليكنې بهير پيل شوی دی او ټاكل شوې د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه پاى ته ورسيږي.

د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون پخواني غړي د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د يو يا بل لوري په پلوۍ او په عمومي ډول د انتخاباتو په بهير كې د ستونزو په زيږولو تورن شوي وو، چې تر ډېره يې د دغه كمسيون كارونه تر پوښتنې لاندې راوستلي وو.

خو ښاغلي رفعت ډاډ څرګند كړ، چې دوى به د ملي روحيې په پام كې ساتلو سره خپل كارونه په دومره شفافيت سره پر مخ بوزي، چې وكولاى شي نه يوازې د خلكو بلكې د نړيوالو ادارو باور هم جلب كړي.

"دا چې دا كمسيون د ولسي جرګې د كانديدانو، د افغانستان د خلكو او نړيوالو ملاتړ جلب كړې دا په دې پورې تړاو لري، چې موږ څه ډول چلند خپلوو، څو دوى ټول زموږ كار وڅاري او باور وكړي.

نه دا، چې موږ يوازې ادعا وكړو او تمه ولرو، چې د افغانستان خلك او نړيوالې ادارې په موږ باور وكړي."

د انتخاباتي شكايتونو په كمسيون كې له ټاكل شويو پنځو غړو نه درې يې افغانان دي، چې د مدنې ټولنې، د بشر د حقوقو او ملي شورا استازيتوب كوي او دوه بهرني غړي يې له عراق او جنوبي افريقا نه د ملګرو ملتونو له خوا ورپيژندل شوي.

كه څه هم ښاغلې رفعت وايي، چې دوى د خپلو كارونو په وړاندې د اوس لپاره كومه ستونزه نه ګوري، خو د وږي تر اوويشمې پورې پيل شوې دا سفر به روښانه كړي، چې دوى له مسايلو سره څه ډول چلند كوي او له كومو ستونزو سره مخامخ كيږي.
XS
SM
MD
LG