د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

امريكا له افغانستان سره د ۵۰ميليونوډالرو څخه زياته مرسته كړې


د افغانستان لپاره د امریکا د لګښتونو بوديجه چې د ۲۰۱۱ مالي کال او دغه راز د روان ۲۰۱۰ کال اضافي لګښتونه هم په کې شامل دي، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د موجودې بوديجې په سلو کې ۳۸ زیاته ده. د امریکا کانګرس د افغانستان د بیا رغوونې لپاره له ۲۰۰۲ میلادی کال راهیسي شاوخوا یو پنځوس نیم میلیارده ډالر تصویب کړی دي.

د افغانستان د بیا رغوونې د لګښتونو او مالي کنترول د خاص پلټونکی مرستیال جان برومیټ وایي، د امریکا د متحده ایالاتو موسسې باید د لګښتونو څار وکړي او دغه راز د افغاني موسسو ظرفیتونه باید لوړ کړي تر څو هغوي هم د پیسو د سم مصرف څار وکړي.

د ولسمشر اوباما اداره غواړي د افغانستان د حکومت د ظرفیتونو لوړولو په مقصد د دې نوېو پیسو زیاته برخه په مستقیم ډول افغان حکومت ته ورکړي.

د افغانستان په حکومت دا تورونه هم لګیدلي، چې د مرستې پیسې یي د ادارې فساد له امله بی ځایه لګولي دي.

د امریکا د مالي کنټرول عمومی رییس ارنولد فیلدز وایي، د یوه سم او جدی مراقبت او څار پرته به د افغانستان د بیا رغوونې لپاره زموږ مرستې په ډېرې اساني ضایع او بې ځایه مصرف شي.

د امریکا د مالي کنترول په وروستیو څیړنو او پلټنو کې دا هم ښودل شوى چې د ولسمشر بوش د حکومت په مهال په عراق کې هم د جدي مراقبت او څار د نشتوالي له امله د امریکا د مرستو میلیاردونه ډالر ضایع شوي وو.

د امریکا د مالي کنټرول د مشر مرستیال ښاغلی برومیټ وایي، په افغانستان کې هم د عراق اشتباه تکراریږي، خو په افغانستان کې د عراق په نسبت د حکومت ظرفیتونه کم دي او باید افغان حکومت پیاوړی شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د ۲۰۱۱ مالي کال په بوديجې کې یو اعشاریه ۶ میلیارده ډالر د امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره او ۳ اعشاریه ۳ میلیارده ډالر د حکومت د پراختیایي پروګرامونو لپاره پیل شوي دي.

په مجموعي ډول د افغانستان لپاره د امریکا د نوي بوديجې په سلو کې اویایي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره لګول کیږي او دا ځکه چې د افغان ځواکونو د غښتلتیا په صورت کې به امریکا وکړای شي د ۲۰۱۱ کال جولاى میاشت کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړي.

ټاکل شوی، چې په ۲۰۱۱ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر درې لکو ته پورته شي، خو امریکايي چارواکي وایي افغانستان د دومره ستر شمېر پوځونو د ځاى لپاره پلانونه نه لري.

د امریکا د مالي کنترول پلټونکو په کندز کې هغه پوځي قرار ګاه چې امریکایي کمپنۍ ډاین کورپ جوړه کړي، پلټلي او وایي، د ودانیو ساختمانې کیفیت یې خراب دی. د ودانیو دیوالونه کاږه شوي او درزونه په کې پیدا شوی دى.
بله ستونزه دا ده، چې د دې قرارګاه د لومړۍ برخې د جوړولو کارونه د قرار داد له وخت څخه شل میاشتې وروسته بشپړ شوي او دوهمه برخه به یي ممکن نوره هم وخڼدوله شي.

د امریکایي پلټونکو په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې یي د امریکا د خلکو د مالیو د پیسو د لګښتونو د څیړنو په نتیجه کې تر اوسه ۱۹ جینایي دوسیې جوړې کړې او ۲ میلیارده ډالر یي له اختلاس کوونکو څخه بیرته تر لاسه کړي دي. دوی وایي، نورې ۴۲ جینایي دوسیې تر څیړنو لاندی دي.

له بلې خوا د امریکا د سمندري ځواک یو کارکوونکي اعتراف کړی، چې په کابل کې یي یوې کمپنۍ ته د تیلو او بیا رغووني د قرارداد ورکولو په بدل کې له کمپنۍ څخه لس زره ډالره رشوت اخیستی دی.
XS
SM
MD
LG