د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

افغانستان هم د سارک د غړېوله هېوادو څخه دى


نن به کرزی د سارک د غړېو هېوادو غونډې ته وینا وکړي
نن به کرزی د سارک د غړېو هېوادو غونډې ته وینا وکړي

د افغانستان ولسمشر د سارک یا د جنوبي اسیا د سیمه ایزې همکارۍ د سازمان په غونډه کې خبرې کوي. ټاکل شوې ده چې دغه دوه ورځنۍ غونډه نن پرانیستل شي.ټاکل شوې ده، چې نن د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د سارک د غړېو هېوادو غونډې ته له غرمې وروسته وینا وکړي.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په يوه اعلاميه كې راغلي دي چې، د ښاغلي كرزي وينا به د مركزي او جنوبي اسيا ترمنځ د پول په توګه د افغانستان د رول په اړه وي.

سارک یا د جنوبي اسیا د سیمه ایزې همکارۍ سازمان یوه اقتصادي او سیاسي موسسه ده چې د اسیا اته هېوادونه یې غړیتوب لري. په دغو اتو هېوادونو کې د نړۍ یو اعشاریه پنځه میلیارډه انسانان ژوند کوي.

د سارک سازمان د نولس سوه پنځه اتیایم کال د ديسمبر په اتمه د بنګله دیش، بوتان، مالدیف، نیپال، پاکستان، هند او سریلانکا له لورې تاسیس شو.

درې کاله مخکې د دې سازمان په څوارلسمه غونډه کې افغانستان د سارک اتم غړي هیواد شو.

په سيمه كي د اقليم د بدلون او د سارك د غړو هيوادونو ترمنځ، سوداګريزي او كلتوري اړيكې ددغه سازمان د سږنۍ غونډې د بحث اصلي موضوعات بلل شوې دي.

حامد کرزي پرون د بوتان له صدراعظم جګمي وای تنلي سره وکتل. دواړو مشرانو د سارک د غونډې پر اجنډا خبرې وکړې.

د بوتان صدراعظم او د افغانستان ولسمشر د کابل او تیمپو تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو پر تاسیسدو خوښي څرګنده کړه. د افغانستان او بوتان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د تاسيس تړون په دې وروستيو کې په نيويارک کې وشو.

دغه تړون په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي غړي ظاهر طنين او د بوتان د سفير لاهتو نګچوک ترمنځ لاسليک شو.

افغان ولسمشر حامد كرزى د سارك د غړو هيوادونو د مشرانو په ۱۶ مه غونډه كې، د ګډون په هدف پرون له هنده د بوتان مركز تيمپو ته لاړ.
XS
SM
MD
LG