د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۹

مصطفى ظاهر:په هېواد كې د ژوند چاپيريال ورځ تر بلې خرابيږي


د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې رئيس مصطفى ظاهر
د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې رئيس مصطفى ظاهر

په افغانستان كې د چاپيريال ساتنې د خونديتوب مبارزه ځكه له ستونزو او خنډ سره مخ ده، چې لوړ پوړي افغان چارواكي قوانين نه پلي كوي. دا خبرې د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې رئيس مصطفى ظاهر د دوشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وكړې.

ښاغلي ظاهر وويل، چې په تېرو كلونو كې يې له افغان چارواكو څخه همكاري غوښتې خو هغوى ورسره همكاري نه ده كړې او دوى هم خپلو هدفونو ته نه دي رسېدلي.:

”تر كومه ځايه، چې يې امكان درلودى، ليكونه مو وليږل خو چې، كار يې ونه كړى بيا مو تليفونونه وكړل چې ځينو لوړ پوړو افغان چارواكو يوازې راته بلې ويلي، خو په عمل كې يې څه نه دي كړي.

كله، چې تاسو په يوازې سر په يوه لاس كار كوئ او په دوو لاسونو نه وي نو د لاسونو غږ نه اوري.

هغه هيلي، چې په وروستيو كلونو كې موږ د پاك چاپيريال لپاره په افغانستان كې درلودې، له بده مرغه ورته ونه رسېدو او ډېر ليري يو.“

د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې رئيس مصطفى ظاهر، په دې وروستيو كې د ملګرو ملتونو له خوا د چاپيريال ساتنې د اتل جايزه اخيستې، دغې جايزې ته سل تنه د نورو هېوادونو څخه انتخاب وه، چې ښاغلي ظاهر تر لاسه كړه.

دا جايزه هر كال هغه چاته وركول كېږي، چې د چاپيريال ساتنې په چارو كې نوښتګر او كارونه يې عملي بڼه ولري.

د چاپيريال ساتنې ادارې رئيس وايې، چې په افغانستان په ځانګړي ډول كابل كې د ككړ چاپيريال ستونزې ورځ تر بلې ډېرې او جدي كيږي.

نوموړى وايې، چې په هرو ۲۶ دقيقو كې يوه مور او كوچنى مري:


”په افغانستان كې په هرو۲۶ دقيقو كې يوه مور او ماشوم ( د ككړ چاپيريال له كبله ) مري، موږ كولاى شو، چې ۹۶ فيصده د دې ستونزې مخه ونيسو.

كه زموږ هېوادوال او د كابل ښار اوسېدونكي مسئوليت درك نه كړي نو۵ يا ۶ كاله وروسته به په كابل كې ژوند نه شو كولاى.“

د افغانستان د لويو ستونزو له جملې څخه يوه هم د چاپيريال ككړتيا بلل كېږي چې، د چارواكو په وينا ډېر خلك يې له ستونزو سره مخ كړي دي لكه د ويني او زړه ناروغۍ، د پوستكي سرطان، د ماشومانو بې وخته زېږېدنه، مړينه او داسې نور.

د چاپيريال ساتنې اداره وايي، چې د خرابو تېلو كارول، د پلاستيكي او چرمي موادو سوځول او په هېواد كې د زرغونو سيمو له منځ تلل هغه لاملونه دي، چې چاپيريال يې ككړ كړى دى.

په همدې حال كې د چاپيريال ساتنې لپاره يو ځانګړى كمېسيون هم جوړ شوى چې د عامو خلكو په خبره تر اوسه يې د چاپيريال د پاكوالي لپاره كوم اغېزناك ګام نه دى اخيستى.

معصوم ميوند- كابل
XS
SM
MD
LG