د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د ولسي جرګې يوشميرغړي به د نوم ليكنې په بهير كې برخه واخلي


د ولسي جرګې يوشمېر غړي وايي، كه څه هم دوى د انتخاباتو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان چې د دوى له خوا رد شوى نه مني خو د نوم ليكنې په پروسه كې به برخه واخلي. د ولسي جرګې غړو د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه كې په همدې موضوع بحث وكړ.

او ويې ويل چې بايد د ولسي جرګې او حكومت ترمنځ دا لانجمنه مساله ژر حل شي.

دوى يوځل بيا ټينګار وكړ، چې د انتخاباتو په اړه د ولسمشر كرزي تقنيني فرمان چې د دوى له خوا رد شوى د منلو وړنه دى.

په ولسي جرګې كې د خلكو يوشمېر استازي، چې غواړي د ولسي جرګې راتلونكو انتخاباتو ته بيا ځانونه كانديد كړي وايي، چې د انتخاباتو د قانون پرسر د دوى او حكومت ترمنځ له مخالفت سره سره به دوى دولسي جرګې انتخاباتو ته د نوم ليكنې په بهير كې برخه واخلي.

د ولسي جرګې غړو د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه كې د دې موضوع پرسر پراخ بحثونه وكړل او يو ځل بيا يې ټينګار وكړ، چې د انتخاباتو په اړه د ولسمشر كرزي تقنيني فرمان چې د ولسي جرګې له خوا رد شوى هېڅكله دوى ته د منلو وړنه دى.

له ډېرو بحثونو او خبرو وروسته د ولسي جرګې رييس محمد يونس قانوني وويل، چې د خلكو استازي د حكومت او ولسي جرګې ترمنځ له ولاړې شوې ستونزې سره سره كولى شي راتلونكو انتخاباتو ته ځانونه كانديد كړي:

"د ولسي جرګې هغه غړي چې نومونه يې ليكلي يا يې ليكي دا د رد شوي تقنيني فرمان د منلو په معنى نه بلل كيږي بلكې دا يوه داسې موضوع ده چې وخت ورته ټاكل شوى.

كاشكې موږ د دې مسالې د اصلاح وخت درلودى، كه تاسو نومونه ليكى كه نه دا ستاسو صلاحيت دى."

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې له څه مودې راهيسې د ولسي جرګې او حكومت ترمنځ د انتخاباتو د قانون پرسر ناندرۍ روانې دي، ولسي جرګه وايي، چې د انتخاباتو په اړه د ولسمشر كرزي تقنيني فرمان دوى رد كړى خو حكومت او د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې د ولسي جرګې د روان كال انتخابات به د همدې قانون پراساس ترسره شي.

په عين حال كې د وري يا حمل د مياشتي له يودېرشمې نېټې د ولسي جرګې راتلونكو انتخاباتو ته د نوم ليكنې پروسه چې پنځلس ورځې به دوام وكړي هم پيل شوې او د ولسي جرګې ډيرشمېر غړي په دې هڅه كې دي، چې بيا ځانونه كانديد كړي.

د ولسي جرګې غړې فوزيه كوفي هم ټينګاركوي، چې انتخابات بايد د پخواني قانون له مخې ترسره شي او په دې برخه كې له ډپلوماتيكو لارو په حكومت فشارواچول شي:

"موږ بايد له مدنې خوځښتونو څخه د دې ستونزې د حل لپاره كار واخلو لكه د ولسي جرګې د دروازې تړل، د حكومتي چارواكو او په كابل كې د ملګروملتونو د مسوولينو رابلل ځكه دوى هم د جمهوررييس كرزي تقنيني فرمان مني.

زه ګمان كوم كه دا ډول فشارونه په حكومت واچول شي، ښايي د انتخاباتو د قانون په اړه د ولسي جرګې پرېكړو ته درناوى وشي."

خو حكومت او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون مسوولان وايي، چې د روان كال د ولسي جرګې انتخابات به د نوي قانون پراساس ترسره شي ځكه چې د دوى په خبره ولسي جرګې د اساسي قانون خلاف د انتخاباتو په اړه د ولسشمر كرزي تقنيني فرمان رد كړی دى.

د دې ستونزې د حل لپاره ولسي جرګې په تيره اوونۍ كې يوپلاوى هم وټاكه څو له ولسمشر كرزي سره وګوري خو ويل كيږي، چې جمهوررييس كرزي لاتراوسه له دې پلاوي سره خبرې نه دي كړي.

بل ه خوا د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې د ولسي جرګې ټولوغړو ته د بيا كانديدو په صورت كې په كابل كې هم د نوم ليكنې اسانتياوې برابرې شوي خو ويل كيږي، چې د ځينو تخنيكي ستونزو د حل لپاره بايد دوى له نوم ليكنې وړاندې خپلو اړوندو ولايتونو ته ولاړشي.
XS
SM
MD
LG