د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د ديموكراسۍ د وضيعت په اړه يو ورځنى سيمينارجوړشو


د اطلاعاتو او كلتور وزير ډاكتر سيد مخدوم رهين
د اطلاعاتو او كلتور وزير ډاكتر سيد مخدوم رهين

په افغاني ټولنه كې د ديموكراسۍ د رول او په دې اړه عامه هغه ټكي وو، چې د شنبې په ورځ د اطلاعاتو او كلتور وزارت په نوښت د جوړ شوي يو ورځني سمينار بحثونه ور باندې څرخيدل.

په دې سمينار كې، چې ديني عالمانو، د پوهنتون ځيني استادانو او د مدني ټولني غړو ګډون كړى وو اوږده بحثونه وكړل.

د اطلاعاتو او كلتور وزير ډاكتر سيد مخدوم رهين په اوسنۍ ديموكراسۍ كې د ځينو ستونزو تر څنګ وويل، چې نننۍ ديموكراسي له لويديځ څخه نه ده راغلې بلكې له دې مخكې هم په افغانستان كې ديموكراسۍ وه او افغانانو يې په غوړولو كې مهم رول لوبولى دى.

نوموړي د ديموكراسۍ د تحقق په اړه وايې:
د سمينار ګډونوالو په روانه ديموكراسي اندېښنه وښوده.


"له نيكه مرغه اوس مهال په افغانستان كې ديموكراسي پلي شوې ده، چې دا د وينا د ازادۍ يوه برخه ده ازادې ټاكنې په بېلابېلو برخو كې ښځو ته د ګډون حق دا ټول د ديموكراسۍ نښانې دي، خو غواړو چې دا بايد پراخ او عام شي او په هغه لار كې قدم واخلو، چې بيرته شاته ونه ګرځو."

ښاغلي رهين وويل، حكومتي بنسټونه بايد خلكو ته ور نږدې شي او ديموكراسي دې د خلكو په غوښتنه، د دود او دستور د اصولو مطابق پلي كړي.

په دې بحث كې د افغانستان د عالمانو د شورا غړي مولوي مصطفي باركزي وويل، په هيڅ ډول سره د ديموكراسۍ ارزښتونه له اسلام سره په ټكر كې نه دي.

باركزې وويل، ديموكراسي هغه وخت پلي كېداى شي، چې د خلكو حقونه په كې خوندي وي، خو د چارو يو شمېر كارپوهان وايې تر هغه پورې چې د هېواد مشران په خپله ديموكراسي باندې ډاډه من نه وي نو دا ډول ديموكراسي به په ټولنه كې ستونزي وزيږوي.

د ولسي جرګي غړي عبدالكبير رنجبر وايې اوس مهال خپله يو شمېر حكومتي چارواكي له ديموكراسۍ سره په ټكر كې دى:

"په ډير تاسف سره په اوسني وخت كې په افغانستان كې د ديموكراسۍ وضيعت ته ډير هيله مند نه يو، ځكه هغه كسان چې اوس په واك كې دى هغوي په خپل نفس كې له ديموكراسۍ سره په ټكر كې دى، نو دا خپله د يو ديموكراتيك نظام پر وړاندې د ديموكراسۍ د تحقق په برخه كې لوى خنډ دى."

د ديموكراسۍ د پلي كولو پر څرنګوالي داسې مهال بحثونه كيږې، چې خلك تل په هېواد كې د پلي شوي ديموكراسي له څرنګوالي شكايت كوي.او واېې، چې د دې ديموكراسۍ ډيرې برخې له بهره په افغانستان تپل شوي د افغاني دود او دستور سره په ټكر كې دي، چې دې مسلې په هېواد كې د ديموكراسي د ريښو ټينګښت ته زيان اړولى دى.
XS
SM
MD
LG