د پوهنې وزارت وياند اصف ننګ دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په كابل كې د نشواتيك هالنډۍ موسسې له خوا د غه وزارت ته د فوټو كاپۍ د لسګونه ماشينونو د سپارنې په غونډه كې وكړې.
ښاغلي ننګ وويل، چې د افغانستان د پوهنې وزارت به د زده كوونكو ستونزو په ځانګړي ډول دوي ته د كتابونو د نه رسېدلو ستونزې ته جدي پام واړوي.
د افغانستان د ګڼ شمېر ولايتونو زده كوونكي په ځانګړي ډول د جنوبي او ختيځو ولايتونو زده كوونكي دا شكايت لري، چې د ښوونځي كتابونه ورته كم ويشل شوي او يا هم هيڅ نه دي ويشل شوي.
بل خوا بيا د يو شمېر ولايتونو زده كوونكي وايې، چې د ښوونځي د ودانۍ او د مسلكي ښوونكو د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت بيا د خپلو هڅو سره سره دا شان ستونزې اوږد مهالې بولي او وايې، چې د بشپړ هواري لپاره يې وخت ته اړتيا ده.
د چارو كارپوهان بيا په دې باوردي، چې د شته ستونزنو تر څنګ يوه بله ستونزه چې د افغانستان د پوهنې وزارت يې بايد د هواري برخې ته جدي پام واړوي هغه په درسي نصاب كې د بدلون مساله ده.
د دوى په وينا د لومړنيو ښوونځيو زياتره كتابونه د ماشومانو د پوهاوي له سطحې لوړ دي او په كار ده چې د لومړنۍ دورې زده كونكو ته د دوى د سويې سره سم كتابونه وليكل شي.