د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۹

عظیمي: د خنجر په نامه عملیات په برلیتوب سره پر مخ روان دي


د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي او د ایساف ویاند اېرېک ټرمبلي
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي او د ایساف ویاند اېرېک ټرمبلي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د هيواد په جنوب ختيځو ولايتونو كې د خنجر په نامه روان پوځي عمليات يې بريالي پر مخ روان دي. د دفاع د وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي، چې د پنجشنبې په ورځ يې په كابل كې د ايساف د ځواكونو له وياند سره يوې خبري غونډې ته وينا كوله وويل، چې په دې عملياتو كې يې يو شمير وسلوال مخالفين وژلي او زياته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه كړي دي.

د افغانستان ددفاع وزارت د خنجر په نامه دا عمليات د روانې اونۍ په سر كې پيل كړي او اساسي تمركز يې په جنوب ختيځ كې پراته د خوست، پكتيا، پكتيكا او لوګر ولايت ځينې سميې دي.

د دفاع د وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي، چې د پنجشنبې په ورځ په كابل كې د ايساف د ځواكونو له وياند سره يوې خبري غونډې ته وينا كوله وويل، چې په دې عملياتو كې يى تراوسه پورې پنځه وسلوال ژوندي نيولي او يوه زياته اندازه وسله او مهمات د ملي ځواكونو د ځواكونو لاس ته ورغلې.

هغه د دې عملياتو په اړه د نورو معلوماتو د وركولو په ترڅ كې وويل:

"د خنجر په نامه دا عمليات مو د خوست، پكتيا، پكتيكا او د لوګر ولايت په ځينو سيمو كې پيل كړي. په دې عملياتو كې مو تراوسه پورې پنځه كسه نيولي او لس ميله وسله او يوه اندازه مهمات او چاوديدونكي مواد مو ترلاسه كړې.

دا عمليات په ګډه د ملي اردو، پوليسو ملي امنيت او ايساف ځواكونو له خوا په ګډه پر مخ بيولې كيږي.

د افغانستان په جنوب ختيځو ولايتونو كې دا عمليات پداسې حال كې پيل شوي، چې د چارواكو په وينا د كندهار د عملياتو لپاره هم تيارۍ روانې دي.

افغان او نړيوال ځواكونه وايي، چې د كندهار عمليات به له ځايي مشرانو او مخورو او د دولت له اړوندو ادارو سره له سلامشورو وروسته پيلوي.

د ايساف د ځواكونو وياند اريك ټريمبلي وويل، چې اوس مهال د افغان حكومت د بيلابيلو وزارتونو او ادارو سره خبرې روانې دي، څو د عملياتو له پيل سره سم په سيمه كې د بيارغونې چارې هم پيل شي:

"موږ اړ نه يو، چې يوه نيټه ځانګړې كړو، ځكه كارونه لا دمخه پيل شوي او موږ په داسې حال كې، چې دلته خبرې كوو په كندهار كې تجمع روانه ده.

د ولسمشر كرزي په مشري سياسي هڅې روانې دي او د هغه وزارتونه زيات مصروف دي، څو په دې اړه په سيمه كې له ټولو قومي مشرانو سره خبرې وشي او موږ هڅه كوو، چې زيات افغان ځواكونه په سيمه كې راټول كړو."

په كندهار كې د پوځي عملياتو لپاره دا تياری په داسې حال كې روانې دي، چې په خلكو كې د بې ځايه كيدو او د پوځي عملياتو په مهال دوى ته د زيان اوښتو په اړه انديښنو زور اخستې.

خو نړيوال ځواكونه وايي، چې دوى دا مسايل په ډير دقت سره تعقيبوي.

د دې عملياتو خبره په داسې حال كې كيږي، چې په افغانستان كې د سولې هڅې هم روانې دي او اكثره كتونكي دا انتقاد كوي، چې دا عمليات به د سولې بهير زيانمن كړي.
XS
SM
MD
LG