د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

جېمزټاون: چین د افغانستان له زیرمو سره ډېره لېوالتیا لري


Afghanistan -- Afghan & China flags
Afghanistan -- Afghan & China flags
چین اوس مهال په افغانستان کې تر ټولو زیاتې پانګونې کړې دي. دې هېواد په ۲۰۰۷ کال کې وکولای شوای له روسیې امریکا، کاناډا او قزاقستان سره په مزایده کې د لوګر د مس عینک کان د استخراج امتیاز چې درې نیم میلیارده ډالره پانګونه په کې کېږي، ترلاسه کړي.

جیمزټاون خپرونه لیکي، د مس عینک د استخراج د امتیاز لرونکې چینایۍ کمپنۍ ژمنه کړې، چې لس زره تنه افغانانو ته به په دې پروژه کې د کار امکان برابر کړي، په سیمه کې به د برېښنا د تولید یوه لویه دستګاه او لارې سړکونه جوړوي او پردې سربېره افغان حکومت به له دې لارې په کال کې څلورسوه میلیونه ډالر عواید ترلاسه کوي.

خپرونه زیاتوي، د اټکلونو او تحقیقاتو له مخې د افغانستان په طبیعي زیرمو کې څه باندې ۶،۱ میلیارده بېرله تېل، ۴۴۰ میلیارد مکعب ګاز، ډېره زیاته وسپنه او طلا لري، چې په طبیعي ډول چین له دې زېرمو سره بې علاقې نه دی.

په بامیان کې چارواکي وايي، په وروستیو څو میاشتو کې له چین څخه ګڼ شمېر هیاتونه دې ولایت ته تللي او هلته له کار سره یې لېوالتیا ښودلې ده.

په افغانستان کې یوه لویدیځ ډيپلوماټ د چین هڅو ته اشاره کوي او وایي چې چین په افغانستان لپاره ترټولو جدي پانګه کوونکی دی.

خپرونه د احصاییو په حواله وړاندې لیکي، چې د افغانستان او چین ترمینځ د دوه اړخیزې تجارتي راکړې ورکړې اندازه له ۱۵۵ میلیونه ډالرو اوړي او د نویو موافقو له مخې ښايي دا اندازه نوره هم زیاته شي.

پېکېنګ همداراز له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د بیارغونې له پروژو سره ۱۳۰ میلیونه ډالره مرسته کړې او ژمنه یې کړې ده چې په افغانستان کې د ژوند د چاپېریال د ښه کولو لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې نور ۷۵ میلیونه ډالر ولګوي.

چین دې هېواد ته له افغانستانه د تجارتي موادو صادراتو ته هم د اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کړې او په ۲۰۰۶ کال کې یې د افغانستان د ۲۷۸ قلمه موادو لپاره ګمرکي تعرفه لغو کړه.

همداراز د نوي تړون له مخې چینايي شرکتونه له هغو قراردادونو څخه هم یوه برخه اخلي چې نور شرکتونه یې په افغانستان کې کوي.

جیمزټاون خپرونه لیکي، چین په افغانستان کې یوازې له اقتصادي اړیکو او پانګونو سره لېوالتیا لري او په دې هېواد کې د کوم پوځي فعالیت پروګرام نه لري، خو زیاتوي چې په اقتصادي او نورو برخو کې فعالیتونه په افغانستان اوسیمه کې د امنیت له ټینګښت سره مرسته کولای شي.

ځکه چین په مختلفو څانګو کې زرګونه افغان کارپوهان روزلي، د افغانستان له پوځ سره د تجهیزاتو او مهماتو مرسته کوي او له تروریزم او نشه یي موادو سره د مبارزې په چاره کې یې هم له افغانستان سره مرسته کړې ده.

د خپرونې په وینا، د چین د اقتصادي فعالیتونو پراختیا په افغانستان کې په تېره له منځنۍ او جنوبي اسیا او منځني ختیځ سره، مخصوصاً د افغانستان د وصلولو په برخه کې د امنیتي ستراتیژۍ یو مهم عنصر دی. دا هغه سیمې دي چې کولای شي د چین لپاره هم اندېښنې جوړې کړي او هم امکانات ورته برابر کړي.

چین له ایران سره پراخ تجارتي اړیکي لري او د پاکستان په ګوادر بندر کې یې هم ډېره پانګونه کړې ده، چې د افغانستان له لارې کولای شي دا دوه هېوادونه د سینکیانګ له سیمې سره وصل کړي.

پر دې سربېره چین د اقتصادي او سیاسي نفوذ له لارې په افغانستان کې د هند او پاکستان پر سیالۍ هم څارنه کولای شي.

د جیمزټاون خپرونه د مطلب په وروستۍ برخه کې لیکي، چین اوس مهال د خپل سیمه ایز امنیت د ټينګښت لپاره په افغانستان کې د پوځي قرارګاه لرلو ته اړتیا نه لري، ځکه په ناټو کې یې اقتصادي حضور او ځواک دا امکان ورته برابر کړی چې له پوځي دخالت پرته په سیمه کې خپلې امنیتي ګټې خوندي کړي.

خو په راتلونکي کې له افغانستانه د ناټو د قواوو د وتلو د پروګرام له عملي کېدو وروسته چې د ۲۰۱۱ کال په نیمايي کې په پام کې دی، په سیمه کې د چین زیاتېدونکی نفوذ کولای شي په داسې یوه سیمه ایزه امنیتي ستراتیژۍ بدله شي، چې پر پوځي اساساتو به ولاړه وي.
XS
SM
MD
LG