په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ټاپ قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل تېره ورځ د جرمني له دفاع وزیر کارل تیودور څو ګوتنبرګ سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، دی فکر کوي چې کرزی د سیاسي رهبر په توګه د دې لپاره چې د خپل هېواد وګړي په یوه سیاسي بهیر کې سره یوځای کړي پرځای ګامونه اوچتوي.
مک کرېسټل زیاته کړه، دی ډاډه دی چې په افغانستان کې د ثبات راوستو لپاره د ولسمشرحامدکرزي اقدامات سم او پرځای دي.
وروسته له دې چې افغان ولسمشر د لویدیځ پرضد څرګندونې وکړې او دا هېوادونه یې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په درغلیو کې په لاس لرلو تورن کړل او دې څرګندونو له واشنګټن سره د کرزي پر اړیکو ناوړه اغېز وکړ، د امریکايي ځواکونو ټاپ قوماندان کندز ته له ښاغلي کرزي سره د ګډ سفر په ترڅ کې هم یوځلې ویلي و، چې افغان ولسمشر پرده ډېر مثبت تاثیر کړی دی.
مک کرېسټل هغه مهال ویلي و، کندز ته له سفر وروسته مې ولیدل چې ښاغلی کرزی په تېره د سالمې حکومتدارۍ په برخه کې پرځای او مثبت اقدامات کوي چې دا د افغانستان د امنیت او پرمختګ پر چارو مثبت اغېز کولای شي.
له واشنګټن سره د افغان ولسمشر لفظي لانجه وروسته له هغه اوج ته ورسېده، چې ده لویدیځ هېوادونه د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په لاسوهنه تورن کړل، خو وروسته امریکايي چارواکو د دې لانجې د له مینځه وړلو هڅه وکړه او په دې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلېنټن افغان ولسمشر د امریکا ډاډمن شریک وباله او د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس د ولسمشرکرزي او جنرال مک کرېسټل اړیکي ډېر ښه او مثبت وبلل.
ښاغلي مک کرېسټل د جرمني له دفاع وزیر سره په کتنه کې وویل، جرمني چې د افغانستان په شمال کې ۴۴۰۰ سرتېري لري په افغانستان کې د ثبات په راوستو کې مهمه ونډه لري.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې جنرال مک کرېسټل په دې کتنه کې غوښتنه وکړه، چې په هغو پوځي عملیاتو کې چې د روان کال په وروستیو کې د افغانستان په شمال کې په پام کې دي، جرمني ځواکونه مهمه ونډه واخلي.
خو اژانس د هغو چارواکو په حواله چې په دې کتنه کې حاضر وو، لیکي چې د مک کریسټل او څوګوتنبرګ په کتنه کې افغانستان ته د جرمني محاربو ځواکونو د استولو په اړه خبرې ونشوې.
اژانس زیاتوي، چې په برلین کې په پرونۍ غونډه کې، مک کرېسټل د افغانستان په شمال کې مېشتو جرمني قواوو ته د جنګي هیلیکوپټرو د سپارلو ژمنه هم وکړه.
په پام کې ده امریکا د افغانستان شمال ته چې جرمني ځواکونه په کې دېره دي، پنځه زره اضافي سرتېري واستوي. راپور زیاتوي چې دې ځواکونو ته له پنځه څلوېښتو تر اویا پورې هیلیکوپټرې په پام کې دي چې ځینې به یې جنګي وي.