د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

د ولسې جرګې د كانديدانو د نوم ليكنې رسمي پروسه پيل شوه


د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال او سرپرست ذكريا باركزي
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال او سرپرست ذكريا باركزي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې سرله نن څخه په ټول افغانستان كې د ولسې جرګې د كانديدانو د نوم ليكنې لړۍ پيل شوه. د دې كميسيون د دارالانشا مرستيال او سرپرست ذكريا باركزي وويل چې د وري د مياشتې له څلورويشتمې تر دېرشمې پورې احتمالي كانديدانو ته د معلومات وركولو پروسه دوام وكړ.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې د ولسې جرګې انتخاباتو ته د كانديدانو د نوم ليكنې لړۍ د وري یا حمل له يودېرشمې د ثوريا غويي د مياشتې ترڅوارلسمې نيټې دوام كوي.

د دې كميسيون د دارالانشا مرستيال او سرپرست ذكريا باركزي د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولايتونو كې د دوى په دفترونو كې كانديدان كولاى شي قانوني پروسه طۍ او خپل نومونه وليكي.

د ښاغلي باركزي په خبره د افغانستان د اساسي قانون او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د قانون له مخې ځينې شرايط شته، چې د كانديدانو له نوم ليكنې وړاندې بايد په پام كې ونيول شي:

"د اساسي قانون له مخې هغه كسان چې ولسې جرګې ته ځانونه كانديدوي بايد د افغانستان تابعيت ولري، د محاكمو له خوا له بشري حقوقو څخه په سرغړاونې نه وي محكوم او پنځه ويشت كلن شوي وي.

د انتخاباتو په قانون كې هم ځينې شرايط شته هغه دا چې د زرو تنو راى وركوونكو تاييد پاڼې او لاسليكونه ولري، دېرش زره افغانۍ په امانت ډول وركړي او دغه راز بايد هيڅ يوې غيرقانوني وسلې والې ډلې سره تړاو ونه لري."

ذكريا باركزي څرګنده كړه كوم كسان چې له غيرقانوني وسله والو ډلوسره تړاو ولري هغوى نه شي كولاى د ولسې جرګې انتخاباتو ته ځانونه كانديد كړي او د دغه ډول كسانو د پيژندنې لپاره د دفاع او كورنيو چارو د وزارتونو او د ملي امنيت د عمومي رياست له خوا يوكميسيون كار كوي.

د انتخاباتو د خپلواكه كميسيون د دارالانشا مرستيال او سرپرست وويل، چې د ولسې جرګې په راتلونكو انتخاباتو كې د كانديدانو او راى وركوونكو د پراخ ګډون لپاره سرله اوسه د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل شوي او هڅه كيږي، چې كانديدو او راى وركوونكو ښځو ته ځانګړې اسانتياوې برابرې شي.

د ښاغلي باركزي به خبره د ولسې جرګې په راتلونكو انتخاباتو كې نا امنۍ او د مالي بودجې كموالى د دوى په وړاندې عمده او لويې ستونزې دي، خو ده په ډاګه كړه، چې د اوارولو لپاره يې هلې ځلې دوام لري:

"موږ له امنيتي ځواكونو سره منظمې غونډې لرو او خپل پلانونه له هغوى سره شريكوو او هيله من يو چې امنيتي ځواكونه د انتخاباتو لپاره ښه او ډاډه شرايط برابر كړي.

دغه راز تيره ورځ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي ښاغلي ډيمسټورا د انتخاباتو د كميسيون له مشر او نورو چارواكو سره وليدل او ډاډ يې وركړ چې د انتخاباتو ټوله بودجه به تياره شي."

كه څه هم د حكومت او ولسې جرګې ترمنځ د انتخاباتو د قانون پرسرناندرۍ روانې دي او لاتراوسه كومې پرېكړې ته نه دي رسيدلي خو ذكريا باركزي يوځل بيا ټنګار وكړ چې دوى به دولسې جرګې انتخابات د ښاغلي كرزي د هغه تقنيني فرمان پراساس ترسره كړي، چې د عدليې وزارت له خوا په رسمي جريده كې خپورشوی دى.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې په كندهار، غزني، پكتيكا او ننګرهار ولايتونو كې د دوی كميسيون څلورتنه ولايتي مسوولان د ولسمشرۍ په تيرو انتخاباتو كې د درغليو د ترسره كولو په تورعدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي او دوى هڅه كوي چې د روان كال د وږي يا وږي د مياشتې په اوه ويشتمه نيټه د ولسې جرګې انتخابات په شفافه او عادلانه ډول ترسره كړي.

خو يوشمېر خلك، سياسي څيړونكې او ګوندونه د ولسمشرۍ په تيرو انتخاباتو كې شته ستونزو او درغليو ته په كتو سره، سر له اوسه انديښمن دي چې ښايي دولسې جرګې په راتلونكو انتخاباتو كې هم له هره پلوه ناخوالي او ستونزې ډيرې وي.
XS
SM
MD
LG