د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

ايساف د قانون د واكمنۍ د پياوړتيا لپاره يوه غونډه پرانيستله


په افغانستان كې د نړېوالو سوله ساتو ځواكونو له خوا په كابل كې د قانون د واكمنۍ د پياوړتيا لپاره يوه غونډه پرانيستل شوه، چې په كې افغان چارواكو او د ملګرو ملتونو استازو ګډو كړى و.

په دغه دوه ورځنۍ ناسته كې به تر ډېره په افغانستان د قضايي ادارو د فعاليتونو او د قانون د ښه واكمنۍ لپاره خبري وشي.

په افغانستان كې د نړېوالو سوله ساتو يا ايساف ځواكونو د حكومت دارۍ د څانګې مشرهرمان نيكولاى د دوشنبې په ورځ په كابل كې د دغې غونډې په لومړۍ ورځ خبريالانو ته وويل، چې د دې غونډې د جوړېدو يو هدف د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو سره د نړۍ د مرستو همغږي كول دي:

”ايساف په دې پوهيږي، چې له تاوتريخوالي سره په مبارزه كې دا مهمه ده چې دولت خلكوته هغه خدمات ورسوي، چې هغوى يې غوښتنه لري، يوخدمت چې بايد ترسره شي هغه په عدلي اوقضايي برخه كې دي.

په نړېواله ټولنه كې زيات هېوادونه په افغانستان كې قانون له حاكميت څخه ملاتړكوي اودا كنفرانس ځكه جوړشوى چې دا هڅې لا تنظيم اوهمغږي شي.“

ښاغلي نيكولاى وويل، هغه وړانديزونه او ستونزې، چې په دې غونډه كې وړاندې كېږي، هغه به د مرسته كوونكو سره چې د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو سره مرسته كوي، شريك كړي.
د غونډې ګډون كوونكي به په دوو ورځو كې خپل نظرونه يو له بل سره شريك كړي، چې څه ډول كېداى شي په افغانستان كې د قانون حاكميت په ښه توګه پلي شي.

د افغانستان د سترې محكمې د قضايي قوې امر عبدالمالك كاموي، هيله څرګنده كړه، چې د دې دوې ورځنۍ ناستې او د كابل غونډه چې په راتلوونكي كې جوړيږي وكولاى شي، چې د افغانستان عدلي او قضايي ادارو ته د نړېوالې ټولنې مرسته تر لاسه كړي:

”له نيكه مرغه په دې وروستيوكې د افغان دولت او نړېوالې ټولنې له خوا د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونوته ډيره پاملرنه شوې، لكه څنګه چې تاسو پوهيږي دولت نه شي كولاى دعدلي اوقضايي ارګانونو د پياوړي كولو او د قانون له تطبيق څخه پرته خپل حاكميت ټينګ كړي.

زه هيله من يم، چې د دې كنفرانس او د كابل د كنفرانس له پاى ته رسېدو سره نورهم د نړېوالې ټولنې پام د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونوته را وګرځوواو ښې پايلې اولاس ته راوړنې ولرو.“

په افغانستان كې نړېوال سوله ساتي يا ايساف ځواكونه وايې، دا درېمه غونډه ده چې د دوى له خوا په كابل كې د عدليې او قضايي ادارو د چارو د پياوړتيا لپاره جوړيږي.

د دې سره چې دا ډول غونډې اړينې بلل كېږي، خو څېړونكي وايې، د دغه ډول غونډو پرېكړې بايد عملي شي.

او همدارنګه د قانون د ښه حاكميت او اداري فساد د له منځه وړلو پر لارو چارو هم جدي غور وشي.

معصوم ميوند-كابل
XS
SM
MD
LG