د امنیت شورا پنځه دایمي غړي او جرمني د ایران د اتومي پروګرام پرسرد دغه هیوادپرضد د نورو بندیزونو د لګولو په باب خبرو اترو ته سرعت ورکوي.
په ملګروملتو کې د امریکا، بریتاینا، فرانسې، جرمني ، روسیې او چین سفیرانود پنجشنبې په سهارغونډه جوړه کړې وه خو په ترڅ کې یې کومې نتیجې ته ونه رسېدل، د همدې ورځ په ماسپښین د څلورو لوېدیځو هیوادونواستازي د روسیې او چین د سفیرانو په نه موجودیت کې راټول شول .
دیپلوماتان وايي چې د شپږو هیوادونو سفیران به په راتلونکو څو ورځو کې پر له پسې کتنې وکړي .
یوه لوېدیځ دیپلومات رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د دوی د خبرو اترو لړۍ تېزېږي. بل دیپلومات وویل چې شپږ واړه هیوادونه ممکن په دې موضوع هره ورځ وږغېږي څود امنیت شورا د پنځلس دایمي او غیردایمي غړیو شورا ته یوه مسوده برابره کړي .
د جرمني سفیرپیترویتیګ د ماسپښین تر غونډې مخکې خبریالانو ته وویل چې دا د نظرونو د تبادلې ادامه ده چې سترو قدرتونو تېره اوونۍ په نیویارک کې پیل کړه .
د چین سفیر د چهارشنبې د ورځې له غونډې وروسته وویل چې شپږ هیوادونه اوس د یوبل پر دریځونو ښه پوهېږي .
د امنیت شورا پنځه دایمي غړي او جرمني د امریکا پر هغې مسودې خبرې کوي چې یوه اوونۍ دمخه وړاندې شوه او پر ایران له لوري د یورانیمو د غني کېدو په خاطرد څلورم پړاو بندیزونو لار پرانیزي .دیپلوماتان وايي چې دا خبرې به لږ ترلږه تر جونه پورې دوام وکړي .