د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

د امريکا ځينې سناتوران وايي کرزى غواړي خپلواک ولسمشر وي


ولسمشر کرزی غواړي ثابته کړي، چې يو خپلواک ولسمشر دى، نه ګوډاګى
ولسمشر کرزی غواړي ثابته کړي، چې يو خپلواک ولسمشر دى، نه ګوډاګى

د امريکا د مشرانو جرګې ځينو غړو، چې په دې وروستيو کې له افغانستانه امريکا ته ستانه شوي، پرون وويل، ولسمشر حامد کرزي ډاډ ورکړى چې پر دۀ د ځينو هېوادونو له شويو انتقادونو سره سره په افغانستان کې د امريکا د ماموريت ملاتړ کوي. د امريکا دغه سناتوران په افغانستان کې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د نوې ستراتيژۍ د ارزونې په هدف افغانستان ته راغلي وو.

دوى تر دې سفر په واشنګټن کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، ښاغلي کرزي له دوى سره په کتنه کې ويلي، چې طالبانو يې پلار وژلى او دغه ډله يې نه ده خوښه.

د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند استازي سناتور جون اينسن وويل، داسې کومه لار او دليل نه شته چې کرزى له طالبانو سره لاس يو کړي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، حامد کرزي، امريکا د افغانستان تر ټولو ستر همکار هېواد بللى.

د امريکا د ولسي جرګې يوه استازي نيوادا کنفرانس ته په خبرو کې وويل، هو کرزى غواړي د خپل هېواد رهبري په خپله وکړي، خو زموږ مرستې ته اړ دى، وروسته له هغه چې د ده په اداره کې ظرفیتونه زيات شي، د خپل هېواد د مشرۍ چارې به په خپل لاس واخلي.

دغو سناتورانو دا هم وويل، چې داخلي سياستونه به د کرزي د وروستۍ غوسې سبب شوي وي.

بل سناتور د حامد کرزي په اړه وويل، زه پوهېږم چې په افغانستان کې خلک کرزى د امريکا ګوډاګى بولي، دغه ډول خبرې پر کرزي فشار زياتوي او غواړي ثابته کړي، چې يو خپلواک ولسمشر دى، نه ګوډاګى.

ولسمشر حامد کرزي له انتقادونو ډکې څرګندونې، افغانستان ته د اوباما تر سفر وروسته وکړې، اوباما افغانستان ته په سفر کې اداري فساد يوه ستره ستونزه وبلله.
XS
SM
MD
LG