د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د افغانستان بانك د افغانيو د ارزښت په اړه نوې سروې پيل كړه


د افغانستان بانك لومړي مرستيال محب الله صافي
د افغانستان بانك لومړي مرستيال محب الله صافي

د افغانستان بانك چارواكي وايي، چې د اقتصادي پروژو او افغانيو د ارزښت ساتلو لپاره يوه نوې نظر پوښتنه پيليږي او دا نظر پوښتنه به پراختيايي اړخونه هم ولري.

د افغانستان بانك لومړي مرستيال محب الله صافي د سېمينار پرانيستلو پر مهال خبريالانو ته وويل، چې دا نظر پوښتنه د افغانستان بانك له خوا او د امريكا د نړېوالې پراختيايي ادارې په مالي لګښت كېږي.

نوموړي وويل، دا يوه ملي نظر پوښتنه ده چې له مخې يې د يوې نوې پاليسۍ اساس ايښوول كېږي.

د افغانستان بانك مرستيال وويل، چې د كرنې، بيارغونې او خدمتونو د سكتورونو استازي به په دغه سېميناركې د بانكونو څخه د پورونو اخيستلو په اړه خپلې ستونزې وړاندې كړي او د حل پر لارو چارو به يې هم بحث وشي.
د افغانستان بانك چارواكي وايي، چې د اقتصادي پروژو او افغانيو د ارزښت ساتلو لپاره يوه نوې نظر پوښتنه پيليږي


خو ځيني كروندګرد دغې نظر پوښتنې نتايجو ته دومره خوشبين نه ښكاري. دوى وايي، بانكونه په ډيرو سختو شرايطو سره پورونه وركوي، چې پوره كول يې ورته ستونزمن وي.

د كاپيسا ولايت يو كروندګر ذكرالله وايي، چې د افغانستان كرنه ډېره كمزورې ده او بايد بانكونه د كرنې په برخه كې مرسته وكړي.

نوموړى وايي، چې كه بانكونه ورته د ماشينونو اخيستلو او د ناروغيو د له منځه وړلو په برخو كې پورونه وركړي نو نه يوازي دا چې د افغانستان كرنه به پياوړې شي بلكې دوى به د بانكونو پورونه هم ژر وركړي.

ويل كېږي، د افغانستان بانك نه يوازې، چې كروندګرو ته د پور وركولو سيستم نه لري، بل خوا د كرنې بانك هم چې پخوا يې كروندګرو ته پورونه وركول، د ډيرې مودې راهيسې تړل شوي دي.

د كرنيزو چارو څېړونكي وايي، چې افغانستان يو كرنيز هېواد دى او بايد په دغه هېواد كې كرنې ته پوره پاملرنه وشي.

دوى وايي، كه كروندګر وهڅول شي، پورونه وركړل شي، نو د افغانستان كرنه به غښتلې او اقتصاد ته به يې هم پوره ګټه ورسېږي.

معصوم ميوند- كابل
XS
SM
MD
LG