د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د پاکستان د اټومي وسلو نه خوندیتوب نړۍ اندېښمنه کړې


نن (دوشنبه) په واشنګڼ کې د اټومی وسلو د خوندي ساتلو په اړه یوه غونډه جوړیږي، چې په کې د پاکستان او هند په ګډون د نړۍ د ۴۷ هیوادونو مشران ګډون کوي. په دی غونډه کی به د نړیوالو ډير تمرکز د پاکستان د اټومي پروګرام په اړه وي.

پاکستان به د اټومي وسلو د خوندي ساتلو په اړه په دې غونډه کې، چې دوه ورځې دوام کوي له ځانه د هغه نوم د لیرې کولو هڅه وکړي، چې وایي، دې هېواد د اټومي وسلو تکنالوژۍ نورو ته ورکړې ده او د دې هېواد صدراعظم به هڅه وکړي، چې نړیوالو ته ډاډ ورکړي، چې د هېواد اټومي وسلې یې خوندي دي او د تروریستانو لاس ته به پری نه وځي.

د پاکستان سیال هند او نور منتقدین به هڅه وکړي، چې یوځل بیا نړیوالو ته وښیي، چې پاکستان د اټومي وسلو تکنالوژۍ پرنورو خرڅه کړې او په داسې حال کې، چې په دې هېواد کې د سخت دریځو وسله والو له لوري شخړې مخ په زیاتیدو دي او له هغوی سره په حکومت کې د ننه هم خواخوږي شته، چې دا اندیښنې زیاتوي، چې ممکن د ګډوډیو په صورت کې اټومي وسلې د سخت دریځولاس ته وغورځي.

پاکستانی ژورنالست شهید الرحمن، چې په ۱۹۹۹ کال کې یې د پاکستان د اټومي پروګرام په اړه یو کتاب خپور کړی، رویترز ته وویل، هند به د پاکستان پراټومي پروګرام د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړي، ځکه د هغه په وینا د هند اساسي اندیښنه دا ده، چې نړیوال د دې هېواد د اټومي وسلو خوندي توب ډاډمن کړي.

هغه زیاته کړه، پاکستان به هم هڅه وکړي، چې د هند دغه غوښتنه بې اساسه وبولي او نړیوالو ته به ډاډ ورکړي، چې د هېواد د ټولو قواو اعلا قوماندانۍ چې پرستراتیژیکي وسلو څارنه کوي، چارې په اغیزمن ډول ترسره کوي او اټومي وسلې خوندي او مصونې دي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني به دې غونډې ته وینا وکړي. په پام کې نه ده، چې دی به له خپل هندي سیال من موهن سنګ سره چې هغه هم په دې غونډه کې برخه اخلي وګوري.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اټومي وسلو د امنیت په اړه دا غونډه د دې لپاره رابللې، چې د اټومي تروریزم د ګواښ په اړه یو ګډ تفاهم رامنځته شي او هم په څلورو کلونو کې د اټومي تکنالوژۍ د ورکو شویو موادو د راټولولو لپاره یوه موافقه رامنځته شي ترڅو هغه لکه د القاعده په څیر ډلو لاس ته پرې نه وځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن وایي، د اټومي وسلو د امنیت په اړه په دې غونډه کې چې نن او سبا به دوام کوي، د ۴۷ هېوادونو مشران او چارواکي برخه واخلي.

دا به له ۱۹۴۵ کال راپدیخوا په واشنګټن کې د اټومي وسلو په اړه ترټولو لویه غونډه وي.

د دوو هېوادونو نومونه د میلمنو په لست کې نه دی شامل، ایران او شمالي کوریا، چې د خپلو اټومي پروګرامونو پرسر یې له لویدځ سره اړیکې خرابې دي.

ویل کیږي دې دواړو د پاکستان د اټومي ساینس پوه عبدالقدیر خان چې د پاکستان د اټوم پلار لقب ورکړل شوی، د اټومي تکنالوژۍ له قاچاقي شبکې څخه ګټه پورته کړې ده.

د عبدالقدیر خان همدغه رسوایي او د پاکستان نامعلومه راتلونکی د نړیوالو فشارونو اساسي دلایل ګڼل کیږي او همدا علت دی، چې د دې هېواد اټومي پروګرام به تر ډېره حده د دې غونډی د بحثونو په مرکز کې وي.

کارپوهان وایي، چې د پاکستان د اټومي وسلو او په لوړه کچه دغني شویو یورانیمو پرسر اندیښنې ځکه ډیرې شوي، چې د دې هېواد کورني امنیت ته وسله والو طالبانو او القاعده ډیر خطر متوجه کړی دی.

پاکستانی ژورنالست شهید الرحمن وایي، د نړیوالو اندیښنې پرځای دي، ځکه د پاکستان سابقې ته په پام سره له دې هېواده اټومي تکنالوژۍ نورو ته لیږدول شوي او اټومي ساینس پوهانو یې هم له اوسامه بن لادن سره لیدلي نو ځکه باید پر دې هېواد فشارونه زیات شي.

د راپورنو له مخې پرامریکا د سپټمبر د یولسمې حملو د مخه د پاکستان دوو متقاعدو ساینس پوهانو له اوسامه بن لادن سره لیدلي وو.

د امریکا او لویدیځ اساسي اندیښنه دا ده، چې د ډله ییزې وژنې وسلې د افراطیانو لاس ته ونه لویږي او داسې ښکاري چې دوی غواړي په دی اړه پاکستان ته ضمني ګوته ونیسي.

هند او د پاکستان ضد تبلیغاتي کړۍ به چې تل یې د پاکستان اټومي ستونزه رابرسیره کړې، یوځل بیا هڅه وکړي، چې د دې هېواد د اټومی وسلو د خوندي توب پرسر راپورته شویو اندېښنو ته د نړیوالو پام راجلب کړي.

هند او پاکستان له ۱۹۴۷ کال راپدېخوا د خپل تاسیس په څه باندې شپیتو کلونو کې درې ځلې جګړه کړې او له کوچنیو نښتو او شخړو سربیره یې حتی پریوبل د اټومي وسلو د استعمال ګواښ هم کړی دی.

دواړو هېوادونو په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بمونه وازمول.

د ستاکهولم د نړیوالې سولې تحقیقاتي مرکز د احصایي له مخې هند له ۶۰ نه تر اویاوو پوری اټوم بمونه لري او پاکستان هم شاوخوا ۶۰ بمونه ذخیره کړي دي.

نه هند او نه هم پاکستان د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون، چې د امریکا ولسمشر یې د پیاوړي کېدو هڅه کوي، لاسلیک کړي دي.
XS
SM
MD
LG