د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

ویکنس:د افغان ميرمنو حالت د اندېښنې وړ دى


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستيال ډاكټر رابرت ويكنس
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستيال ډاكټر رابرت ويكنس
په دې رپوت كې د اسياپسفيك په هېوادونو كې د ښځو وضيعت د اندېښنې وړ او په سياست، اقتصاد او حكومتدارى كې د ښځو ګډون هم كم شودل شوى دى.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستيال ډاكټر رابرت ويكنس، چې د يكشنبې په ورځ يې غونډې ته د راپور په اړه معلومات وركول، په افغانستان كې يې د ښځو وضيعت يو ځل بيا د اندېښنې وړ وباله.

ډاكټر ويكنس وويل، چې د شته ستونزو سره سره ، افغانې ښځې كولى شي، چې د ملګرو ملتونو په همكارۍ د امنيت په ټينګښت كې فعاله ونډه ولري:


"زه غواړم، چې د افغانستان په سياسي او اقتصادي پرمختګ ټينګار وكړم، تر څو په دغه هېواد كې د جندر د مساوات لپاره ګام واخستلې شي.

د اسياپسفيك د بشري پراختيا راپور افغانستان ته دا زمينه برابروي، چې د سيمې له نورو هېوادونو څخه، د جندر مساوات په برخه كې تجربه تر لاسه كړي.

زه غواړم، چې د ملګرو ملتونو او نړېوالې ټولنې په استازيتوب ووايم چې موږ نه يوازې افغان دولت سره بلكې له ټولو هغو بنسټونو سره چې د جندر په برخه كې مبارزه كوي، ملاتړ كوو."

په خپاره شوي رپوټ كې درې عمده وړانديزونه د جندر د مراعتول په هكله شوي، چې د اقتصاد، سياست او د ښځو حقوق دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستيالې مژګام مصطفوي وايي، چې په تېرو اتو كلونو كې د افغانو ښځو په ژوند كې مثبت بدلون راغلى دى:

"دولتي ميكانيزمونه د هېواد په مركز كې حساس شوي، د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې قانون نافذ شو.

ښځو په ولسمشريزو ټاكنو كې ۴۰ فيصده او په ملي شورا كې ۲۷ فيصده ونډه درلوده، دولت د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې لپاره كميسيون جوړ كړى، چې د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې په قانون كې هم نافذ شو او د ملي شورا په ټاكنو كې د ښځو د ډېر ګډون له پلوه، په نړۍ كې شلم ځاى خپل كړ."

د ښځو په هكله د اسياپسفيك د هېوادونو په تازه خپاره شوي رپوټ كې راغلي، چې د اسياپسفيك په هېوادونو كې يوازې لس فيصده ښځو د خپلو خاوندانو د تاوتريخوالي د پېښو راپور وركړى.

په دغه رپورټ كې ويل شوي، چې په سويلي هېوادونو كې د ښځو پر وړاندې د كورنيو تاوتريخوالې په هكله هېڅ ډول قانون نشته.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كميسيون مشرې ډاكټرې سيماسمر هم د افغانستان په لرو پرتو سيمو كې د ښځو د وضيعت په هكله اندېښنه څرګنده كړه:

"په افغانستان كې ښځې له سهار تر بېګاه كاركوي، خو هغوي د بې مزده مينځو په څېر دي، چې له سهاره تر بېګاه په مزرعه كې كار كوي خو پيسې نه راوړي.

په اقتصادي چارو كې د ښځو لاس رسۍ ډېر كم دى، په افغانستان كې د سياسي رهبرۍ په برخه كې د ښځو ونډه ډېره كم ده، موږ يوه وزيره ښځه لرو چې پر وړاندې يې ۲۵ نارينه وزيران لرو،عدالت ته د لاس رسي بله ستونزه ده، په ټولنه كې چې ژوند كوو ان په كابل ښار كې كه پر يوه ښځه د خاوند يا د هغې د كورنۍ له خوا ورباندې تاوتريخوالى كيږي او پوليس ته شكايت كوي، نو د يوې بدې ښځې په نامه ياديږي.

له هغې سره د يوې قربانى په صفت برخورد نه كيږي. په اجتماعي فعاليتونو كې د ښځو ونډه هم يو سياسي مسله ده."

په دې رپوټ كې همدا راز راغلي، چې په قضايي سيستم كې د ښځو ونډه ضعيفه ده، چې په همدې حال كې نولس فيصده ښځې د پوليسو په ليكو كې دنده لري.

خو د ښځو چارو وزارت بيا وايي، چې د قوانينو د تعديل په هڅه كې دي، تر څو وكولاى شي په بېلابېلو برخو كې د ښځو ملاتړ وكړي.

د اسياپسفيك هېوادونو كلنى راپور د ښځو په هكله په داسې حال كې خپور شوى، چې افغانې ښځې لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي كچه اوس هم لوړه ده.

خبرياله : ماريا صديقي
XS
SM
MD
LG