د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

روسیې او امریکا د اتومي وسلو د کمولو تړون لاسلیک کړ


د روسیې ولسمشر ډیمیټري میډویډیف او د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تړون د لاسلیک پر مهال .
د روسیې ولسمشر ډیمیټري میډویډیف او د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تړون د لاسلیک پر مهال .

د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور ریس بارک اوباما د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې نن د روسیې له جمهور ریس دیمیتري میدفیدیف سره وکتل او د اتمي وسلو د محدودولو تړون یې لاسلیک کړ .

د امریکا د متحدو ایالاتوجمهور ریس بارک اوباما نن سهار د چک جمهوریت مرکز پراګ ته ورسید او د روسیې له جمهور ریس دیمیتري میدفیدیف سره یې اتمي وسلو د یو لړ محدودیتونو د لګولو تاریخي تړون لاسلیک کړ.

دواړو هیوادونو د سټارت په نوم یو ورته تړون مخکې هم درلود چې د تیر کال د ډیسمیبر په میاشت کې یې موده ختمه شوه . د رپوټونو پر اساس
د معاهدې له لاسلیک سره به سل هاوو میله اتمي وسلې د New Start دواړو هیوادونو له اتمي تاسیساتو څخه لرې شي او لدې پلوه به د نړۍ په امنیت کې یو نوې پرمختګ راشي .

روسیې او امریکا په ۱۹۹۱ کال کې هم اتمي وسلو د کمولو په خاطر د سټارټ په نوم قریبا ورته ستراتیژیکه معاهده لاسلیک کړې وه . دا معاهده چې په ډیسیمبر کې یې اعتبار خلاص شو نن یو وار بیا په پراګ کې نوې کیږی .
ویل کېږي دا تړون به د دواړو هېوادونو تر منځ باور زیات کړي .


جمهور ریس بارک اوباما تیرکال همدا وخت د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې د خبرو پرمهال ژمنه کړې وه چې په نړۍ کې به د اتمي وسلو د خطر د کمولو لپاره کاره کوی . جمهور ریس اوباما د دې تړون د لاسلیک څخه وروسته وویل چې دا تړون د روسیې او امریکا په اړیکو او همدا راز د نړۍ د اتمي امنیت په برخه کې یو عمده ګام دې:

((نن د اتمي وسلو د امنیت ، د اتمي وسلو د نه پراختیا او د امریکا او روسیې د روابطو په پراختیا کې مهمه ورځ ده . دا ورځ موږ د مذاکرو اساسي هدف ته چې د اتمي وسلو د پراختیا مخنیوی دی نږدې کوي .
دا تړون به زموږپه اتمي وسلو کې د پام وړ کمې راولي . له دې سره به زموږ د اتمي وسلو د انتقال د وسایلو په تولید کې سم په نیمايي کمښت راولي . دا تړون به زموږ ترمنځ د تفتیش ښه زمینه برابره کړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ به دوه اړخیز اعتماد زیات کړي .))

جمهور ریس اوباما وویل چې دا تړون بلاخره له روسي چارواکو سره تر ډیرو مذاکرو او خبرو اترو وروسته د امضا مرحلې ته رسیدلې دې .

د روسیې جمهور ریس دیمیتري میدفیدیف وویل چې دا به د روسیې او امریکا په منافعو کې یو بشپړ توازن برقرار کړي . میدفیدیف وویل پدې مرحله کې ګټل او بایلل نشته بلکې دواړه خواوې بریالی دي:

((یوازې د دې موافقې لاسلیک مهم ندې بلکه په عین وخت کې د دې معاهدې د تصویب لپاره اقدام مهم دې . زموږ امریکایي شریکان به ډیر ژر دا تړون دتصویب لپاره د دې هیواد سنا ته وړاندي کړي .موږبه هم کار وکړو ترڅو په یوه مناسب وخت کې تصویب شي .))

دواړو جمهورو ریسانو وویل چې د دې معاهدې له لاسلیک سره به پر هغو هیوادونو چې اتمې وسلې تولیدوي او د نړیوالو له قوانینو سرغړونه کوي فشارونه زیات کړي .

جمهور ریس اوباما په خاص ډول د ایران یادونه وکړه او ویویل چې د روسیې له جمهور ریس سره یې دا موافقه کړې چې ایران باید د خپلو اتمی تاسیساتو په برخه کې زیات شفافیت څرګند کړي او د اتمي وسلو له جوړولو ډډه وکړي .

د جمهور ریس اوباما په وینا روسیه او امریکا دواړه به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هڅه وکړې چې د ایران پر ضد د جدي تعزیراتو یو سیسټم په پام کې ونیول شي ترڅو ایراني رهبران د نړیوالو د غوښتنو منلو ته وهڅوي:
((زما هیله داده چې په همدې پسرلي کې به د ایران په ضد جدي او قوي تحریمونه وضع کړو .))

د ایران په اړه د روسیې جمهور ریس دیمیتري میدفیدیف هم د جمهور ریس اوباما د خبرو ملاتړ وکړ:

(( متاسفانه ایران یو شمیر موثرو وړاندیزونو او تفاهمونو ته مثبت ځواب ندې ورکړی . موږ لدې مسلې سترګې نشو پټولای . لدې مخې زه نشم کولی چې د امنیت په شورا کې د دې موضوع پر بیا کتنې سترګې پټې کړم .))

جمهور ریس میدفیدیف زیاته کړه چې د ایران په ضد د نورو تحریمونو د وضع کولو بحث یو ضروري اقدام دې .

د روسیې اوامریکا ترمنځ دا نوې تړون په راتلونکې کې د اتمي وسلو له خطره د نړۍ د پاکولوپه هڅو کې کلیدي رول لوبولاي شي .
XS
SM
MD
LG