د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

عثماني: د فساد پرضد به د افغان او بهرنيو يوه ګډه كمېټه جوړه شي


د فساد په وړاندې د مبارزې د ادارې رييس محمد ياسين عثماني
د فساد په وړاندې د مبارزې د ادارې رييس محمد ياسين عثماني

په افغانستان كې د فساد په وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې ډير ژر به د افغان او بهرنيو متخصصينو يوه ګډه كمېټه جوړه شي، څو په دې هېواد كې د فساد په وړاندې د مبارزې چارې په ټينګه وڅاري. دغه کیمټه وروسته له هغې جوړېږي چې افغان دولت وویل بهرنیان هم په اداري فساد کې لاس لري .

د فساد په وړاندې د مبارزې د ادارې رييس محمد ياسين عثماني د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د افغانستان له لوى څارنوال سره په يوه ګډ خبري كنفرانس كې وويل، چې دا كمېټه د ولسمشر د هغه فرمان پراساس جوړيږي، چې په كې د دې ادارې صلاحيتونه زيات او څرګند شوي دي.

ښاغلي عثماني وويل، چې دا كمېټه به په هرو شپږو مياشتو كې ولسمشر، ملي شورا او ځينو نورو ادارو ته خپل كاري راپور وړاندې كوي:
د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحاق الكو


"كمېټه به مسووليت ولري، چې د ادارو د پراختيايي ګټورو معيارونو په ټاكلو كې همكاري وكړي او په لازم څار او ارزونو سره دې په ملي كچه د فساد په وړاندې د مبارزې او د نړېوالې ټولنې او بهرنيو موسسو د مرستو په اړه ولسمشر، ملي شورا، نړېوالې ټولنې او خلكو ته په هرو شيږو مياشتو كې راپور وړاندې كړي."

ولسمشركرزي څه موده مخكې د يوه فرمان په صادرولو سره چې اولس مادې لري د فساد په وړاندې د مبارزې د سټراتيژۍ د عملي كولو د څار د عالي ادارې صلاحيتونه تشريح او زيات كړل.

د دې ادارې رييس محمد ياسين عثماني وويل، چې د دې فرمان پراساس به د دولتي ادارو ترڅنګ په دې هېواد كې بهرنۍ ادارې هم څارل كيږي او په دې برخه كې به جدي عمل وشي.

په عين حال كې د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحاق الكو وايي، چې فساد د افغانستان په هره دولتي اداره كې شته، چې له امله يې خلك پوزې ته راغلي او په ملي او نړېواله سطح يې افغان حكومت رنګ بدى كړي دي.

ښاغلي الكو څرګنده كړه، چې لويه څارنوالۍ به د پوليسو او نورو كشفي ارګانونو ترڅنګ په دې هېواد كې د فساد د مخنيوي په برخه كې د فساد په وړاندې د مبارزې له ادارې سره په ټينګه همكاري وكړي.

په افغانستان كې د فساد د مخنيوي لپاره له نوېو اقداماتوڅخه په داسې حال كې خبرې كيږي، چې د ښاغلي عثماني په خبره په هره دولتي اوبهرنۍ اداره كې فساد اخري حد ته رسيدلى اودا د افغان دولت لپاره يو لوى چيلنج او ننګونه ده.


ولسمشر كرزي په افغانستان كې د پراخ فساد د موجوديت له امله په ملي او نړېواله سطح تر ډير فشار لاندې دى، خو ژمنه يې كړې چې په دې هېواد كې به فساد له منځه وړي اوپه دې برخه كې به هيڅ ډول بې پروايي ونه مني.

دا په داسې حال كې ده، چې په پايتخت كابل او ولايتونوكې خلك په هره دولتي اداره كې د فساد د مجوديت له امله شكايت كوي او وايي، چې افغان دولت او نړېواله ټولنه يې بايد د مخنيوي په برخه كې جدي اقدام وكړي.
XS
SM
MD
LG