د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

حامد کرزی ولې پر لویدیځ انتقادونه کوي ؟


رویټرز خبري اژانس وايي د افغان ولسمشر حامد کرزي وروستۍ پارونکې څرګندونې به چې پر لویدیځ يې سخت انتقادونه کړي نه یوازې دا چې د متحده ایالاتو د کانګریس پر وړاندې د اوباما د ادارې دریځ کمزوری کړې بلکې د افغانستان د جګړې په اړه به د خلکو پر ملاتړ هم منفي تاثیر ولري.

رویټرز خبري اژانس وايي په داسې حال کې چې په راتلونکې نومبر میاشت کې د کانګریس انتخابات کیږي د واکمن دیموکراټ ګوند زیات شمیر غړي په دې باور دي چې نه یوازې اقتصادي مسله به د انتخاباتو پر نتیجو تاثیر ولري بلکې دا به هم مطرح وي چې ایا په افغانستان کې روانه جګړه د کولو ارزښت لري او که نه.

خو د رویټرز اژانس په وینا د لویدیځ په اړه د ولسمشر کرزي وروستۍ سخته لهجه به د کانګریس د انتخاباتو پر نتیجو اغیزه ولري.

افغان ولسمشر په کابل کې لویدیدځ سفارتونه تورن کړي چې د ولسمشرې په انتخاباتو کې يې درغلۍکړي دي .

سپینې ماڼۍ د کرزي دا څرګندونې نه یوازې بې اساسه بلکې خواشینونکي يې هم بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیپ کراولي وویل:
((مونږ د افغان ولسمشر د تیرې اونۍ له ځینو څرګندونو نا راحته شوي یو.مونږ دا خبرې له نوموړې سره مطرح کړي دي . په عمومي توګه کله چې له لرې نه څرګندونې کیږي ممکنه نه ده چې کلمه په کلمه هغه خبرې ومنل شي .پریږدﺉ چې افغان ولسمشر په خپله د خپلو څرګندونو سپیناوی وکړي. مونږ د تیرې اونۍ د څرګندونو په اړه خپله اندیښنه په کابل کې د خپل سفیر له لارې ښاغلي کرزي او د هغه حکومت ته رسولې ده او له هغې وروسته کرزي د خپلو خبرو د توضیح کولو لپاره د بهرنیو چارو وزیرې ته تیلیفون وکړ.افغان ولسمشر په خپلو دغو خبرو کې په ځانګړي ډول وویل چې د هغه د څرګندونو هدف متحده ایالات نه دي.))


یوه لوړ رتبه امریکايي مقام چې نه يې غوښتل نوم يې ذکر شي رویټرز اژانس ته وویل د حامد کرزي وروستۍ څرګندونې به د افغانستان دننه هم تاثیر ولري خو د متحده ایالاتو پر کانګریس به يې اغیزه لویه وي.

دغه امریکايي مقام ویلي په داسې حال کې چې مونږ هڅه کوو له کانګریس نه د افغانستان لپاره مالي مرسته ترلاسه کړو او د کانګریس سیاسي ملاتړ له ځانه سره ولرو د حامدکرزي دا څرګندونې به ښې ونه ګڼل شي.
حامد کرزي په کندهار کې


حامد کرزي د یکشنبې په ورځ قومي مشرانو ته په وینا کې وویل افغان چارواکي باید په خپلو چارو کې بهرنیانو ته د لاس وهنې اجازه ورنه کړي .

د رویټرز خبري اژانس په وینا راتلونکې اونۍ کله چې د کانګریس غړي له رخصتیو بیرته ستنیږي د افغان ولسمشر دا څرګندونې به په دقت سره وڅیړي.

د مقالې لیکونکی وايي د امریکا لپاره د اندیښنې وړ خبره د حامد کرزي د څرګندونو وخت دی چې کابل ته بارک اوباما له سفر لږ وروسته راپورته شوې .

د امریکا د استازو په جرګه د یوې سترې کمیټې مشر ډیویډ اوبې چې د افغانستان لپاره پیسې ځانګړې کوي رویټرز اژانس ته وویل :

د حامدکرزۍ د کار څرنګوالی دا ښيي چې ولې مونږ دا پوښتنه کوو چې ایا د افغانستان په حکومت کې د باور وړ داسې کوم شریک شته چې په سیمه کې زمونږ پالیسۍ عملي کړي او که څنګه؟

د کانګریس د استازو د جرګې بل غړی ایک سکیلټون بیا له افغان ولسمشر غواړي چې د خپلو څرګندونو سپیناوی وکړي خو په عین حال کې پیشنهاد کوي چې امریکا هم باید په دې اړه له حد نه زیات عکس العمل څرګند نه کړي.

نوموړی وايي مونږ باید پرینږدو چې د افغان ولسمشر دغه سختې خبرې چې په اصل کې د داخلي سیاسي اهدافو لپاره دي پر هغې ستراتیژۍ تاثیر وکړي چې د امریکایانو د امنیت لپاره مهمه ده.

رویټرز خبري اژانس د کتونکو په حواله لیکي :

ددې لپاره چې په سیمه کې د تروریزم پر ضد د امریکا ستراتیژي کامیابه شي واشنګټن د حامد کرزي او د هغه د حکومت ملاتړ ته اړتیا لري .

دنړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی انتوني کورډسمن وايي په اوسني وخت کې امریکا او د کرزي حکومت دواړه سخته لوبه کوي خو ستونزه داده چې دواړه خواوې له بیل بیل نظر او زاوېې څخه دا لوبه کوي.

دامریکا د پرمختګ د څیړنیز مرکز کتونکی بریان کاتولیس رویټرز اژانس ته وویل:
کرزۍ به د راتلونکو پینځو کلونو لپاره له امریکا سره وي او که چیرته د اوباما اداره دغه شان پر نوموړي فشار راولي نو زه فکر کوم چې مخ ته تګ به ګران کار وي.

نوموړی هم په دې باور دی چې د حامد کرزي وروستۍ څرګندونې د داخلي سیاسي اهدافو لپاره دي.
XS
SM
MD
LG