د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

متوكل: په سلګونه تنه افغان او بهرني قاچیان نیول شوي دي


په افغانستان كې د نشه يي توكو په خلاف د مبارزې عدلي او قضايي ادارې ویاند خلیل الرحمن متوکل
په افغانستان كې د نشه يي توكو په خلاف د مبارزې عدلي او قضايي ادارې ویاند خلیل الرحمن متوکل

د افغانستان د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مركز وياند خليل الرحمن متوكل چې د دوشنبې په ورځ يي خبري غونډې ته د تېر كال كلنى رپوټ وړاندې كاوه وويل په نيول شويو كسانو كې دولتي كاركوونكي او بهرنيان هم شامل دي.

په افغانستان كې د نشه يي توكو په خلاف د مبارزې عدلي او قضايي اداره وايي، چې د قاچاق وړونكو د محاكمې په برخه كې د دوى جدي چلند په هېواد كې د نشه يى توكو د كراوتوليد په مخنيوي كې د پام وړاغيزې درلودې.

د دې ادارې وياند خليل الرحمن متوكل، چې د دوشنبې په ورځ يې خبريالانو ته د تېركال كاري رپورټ وړاندې كولو وويل، چې په ۱۳۸۸ لمريز كال كې يې ۵۹۹ تنه د نشه يي توكو د قاچاق او كار او بار په تور محاكمه كړي دي.

د نوموړي په وينا په نيول شوېو كسانو كې ۳۵ تنه يې دولتي كاركوونكي او ۱۹ تنه نور يي بهرنيان دي، چې هريو يې په ۱۹ كاله بند او نقدي جريمو محكوم شوي دي:

"په تېركال كې د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو د لوېو شبكو د غړو محكومېدل نه يوازې د نشه يي توكو د كښت او بېو په ټيتوالي كې بلكې په ټول افغانستان كې د قانون د حاكميت او امنيت په ټينګښت كې هم ګټور تمامېداى شي.

زه فكركوم، چې ۳۵ تنه دولتي كاركوونكي اوهمدا راز د نشه يي توكو د شبكو له مشرانو سره د نورو غړو يې چې غوښتل يې په ټول افغانستان كې د نشه يي توكو سوداګرۍ ته پراختيا وركړي، نيول كېدل اسانه كار نه دى"

نوموړي زياته كړه، چې د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو سربېره يي د افغانستان له بېلاْبېلو سيمو څخه په لسګونه ټنه نشه يي توكي هم نيولي دي.

سره له دې، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو د قاچاق په تور د لسګونه تنو د محاكمه كېدو خبرې كيږي، خو د افغانستان د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزى عدلي او قضايي مركزبيا دا هم وايي، چې دوى د لوېو قاچاقو وړوكونكو او د دولت د لوړ پوړو چارواكو، چې د نشه يي توكو په قاچاق كې لاس لري، په محاكمه كې پاتې راغلي دي.

خو ښاغلي متوكل زياته كړه، چې د دوى كارد نشه يي توكو د قاچاق وړونكو نيول نه، بلكې د هغوى د دوسيو څېړل دي.

نوموړي همدا راز د دغه ادارې د راتلونكو كاري پروګرامونو په اړه وويل:

"زموږ راتلونكي پروګرامونه دا دي، چې د نشه يي توكو دوسيې چې موږ ته راوړل كيږي په سمه او دقيقه توګه او د افغانستان د نافذه قوانينو له مخې وڅېړو، خو كه دغه دوسيې بيا پراخيږي نو د هغې له مخې لوى قاچاق وړونكي هم پيدا كيږي، موږ ډاډه يو چې په دې كاركې به بريالي يو اوهره قضيه چې له نشه يي توكو سره د مبارزې مركز ته وړاندې كيږي نو هغه نه تړل كيږي بلكې هغه پراختيا مومي تر څو وپېژندل شي او محاكمه شي."

په داسې حال كې، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو د قاچاق، كښت او د توليد د كمښت خبرې كيږي، خو د امريكا د متحده ايالتونو د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې ريس په دې وروستيو كې اعلان وكړ، چې پنځه نوي فيصده نشه يي توكي په افغانستان كې توليديږي.

بل خوا ويل كيږي، چې ډېرشمېر د نشه يي توكو قاچاق وړونكي له نيولو او زندان ته له تلو وروسته، يا د پېژندګلوى له مخې او يا هم د بډې په وركولو راخوشي كيږي.

خبرياله : ماريا صديقي
XS
SM
MD
LG