د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

الكو:د خلكو د شكايتونو د اوريدنې لپاره مو نهو زونونو ته پلاوي ولېږل


د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحق الكو
د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحق الكو

د افغانستان لوى څارنوال محمد اسق الکو وايې، دغو پلاو ته، چې په سر كې يې د لويې څارنوالۍ جګ پوړي چارواكي دې بشپړ واك وركړل شوی څو د خلكو د شكايتونو د هوارولو لپاره جدي ګامونه پورته كړي.

د لوى څارنوالۍ دغه پلاوي د ولسمشر كرزي د حكم له مخې د شنبې په ورځ د هېواد نهو زونونو ته واستول شول او هلته به له دولتي او په تېره بيا د عدلي او قضايي ادارو له چال چلند څخه د خلكو شكايتونه وڅيړي.

لوى څارنوال محمد اسحق الكو د دغو پلاوو د رخصتولو په مهال خبريالانو ته وويل، چې دوى به په عمومي ډول د خلكو شكايتونه وڅيړي او جمهوري رياست ته د هغه يو رپورټ هم وړاندې كړې:

"د ولسمشر له حكم سره سم دغه پلاوي همدا اوس ټولو ولايتونو ته روان شول او مسايل له نږدې څيړي.

دوى په قاطع ډول واك لري، چې هلته د بنديانو د خوشې كولو په برخه كې، چې په نا حق ډول پراته دي او د حبس معياد يې تېر شوې او همدا راز د پوليسو او اړوندو ولايتونو په همكارۍ د ځينو تښتېدولو بنديانو د نيولو په اړه پريكړه وكړي.

هغه مسايل، چې د دوى په واك كې دي هغه به وڅيړي او ممكن ځينې نور مسايل، چې په دولت پورې اړه لري، لكه بې كاري او بې سوادي د هغې رپورټ به جمهوري رياست ته وړاندې كړي."

د افغانستان د لوى څارنوالۍ په وينا د شپې له خوا په ټلويزيوني شبكو كې د دغو پلاو د استولو خبر هم خپور شي څو په ولايتونو كې خلك خبر او خپل شكايتونه دوى ته وړاندې كړي.

د ښاغلي الكو په وينا كه څه هم ولايتونو ته د پلاو د استولو موضوع كومه نوى خبره نه ده، خو دا لومړې ځل دې، چې په دومره شمېر كې پلاوي په يو ځاى او يو وخت استول كيږي.

هغه كه څه هم په تېر يو كال كې په افغانستان كې د لوى څارنوالۍ له فعاليتونو خوښي څرګنده كړه خو وېې ويل، چې د دوى دغه پلاوي به د څارنوالېو چارې هم په سمه توګه وڅيړي.

د لوى څارنوالۍ له خوا دا اقدام په داسې حال كې شوې، چې په ولايتونو كې د دولتي ادارو او په تېره بيا د عدلي او قضايي ادارو له كړنو د خلكو شكايتونو زور اخستې او هر يو د اداري فساد نوم اخلي.

د لوى څارنوال په وينا د دوى له خوا استول شوي پلاوي د ولسمشر بشپړ ملاتړ او د قانون قوت په لاس كې لري او هيله ده، چې تر ډيره دغه شكايتونه هوار شي.
XS
SM
MD
LG