د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

په ننګرهار کې د نارنج ګل ميله او مشاعره جوړه شوه


استاد محمد اصف صمیم د نارنج ګل د مشاعرې ګډونوالو ته وینا کوي .
استاد محمد اصف صمیم د نارنج ګل د مشاعرې ګډونوالو ته وینا کوي .

د پنجشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په سپين غر هوټل کې د نارنج ګل دوديزه ميله او مشاعره د يولړ شانداره مراسمو په ترسره کولو ولمانځل شوه.دغې مشاعرې ته د هېواد دبېلابېلو ولايتونو او مرکز نه د لوړپوړو پلاو سربېره دکوزې پښتونخوا شاعران او له نورو هېوادونو افغان ميلمانه او مينه وال راغلي وو.

د مشاعرې په پيل کې د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم د پرانستې په وينا کې وويل، چې سږکال به د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نارنج ګل مشاعره کې د برخه اخستونکو ښو شاعرانو يوه ټولګه هم چاپ کړي.

ورپسې د مشاعرې لړۍ پيل شوه، شاعران چې هر يو به په ډک زړه د دريځ ترشا اودرېدل، د مينه والو له لخوا به يې شعر د لاسونو په پړکولو بدرګه کېده؛ خو سره د دومره احساساتو بيا هم دسږنۍ مشاعرې ځني مينه وال خوښ نه برېښېدل او ويل يې چې دا څوکاله د نارنج ګل مشاعره کې انتقادي شعرونه ويل کېږي؛ چې زياتره يې سولېدلي (تکراري) بڼه لري.

د نارنج ګل مېلې ته دسږني کال په نيت له تلوسې ډک زړونه راغلي مينه وال بيا د شاعرانو د انتقادي نظمونو په اورېدو د شعري تندې دنه خړوبېدو په ارمان وو؛ ځکه خو يوتن ګډون وال امين الله داسې وويل:


"سږ کال مې کوم داسې نوى شعر وانه ورېده په دې زړې شاعرۍ باندې د سړي تنده نه ماتېږي شاعران بايد نارنج ګل مشاعرې ته هرکال نوي شعرونه او ترحې پېداکړي."

په غونډه کې يوتن بل تکړه شاعر باز محمد عابد وويل، چې د نارنج ګل مشاعره په همدې انتقادي شعرونو ژوندۍ ده که داپه کې نه وي خلک د چا شعرونه نه اوري؛ خو انتقاد هم بايد د هنر په ژبه وشي.

نارنج ګل ميلې ته راټول شوي مينه وال خوشاله وو او ويل يې چې همدا شاعران دي چې د ټولنې په درد پو هېږي، د چارواکو ناوړه کارونه غندي او خپل غږ په مېړانه پورته کوي.

د نارنج ګل ميله او مشاعر په ننګرهار ولايت کې له تېرو ٤٧ کلونو څخه لمانځل کېږي، چې د هېواد له بېلابېلو سيمو سربېره د کوزې پختونخوا تکړه شاعران او مينه وال هم په کې ګډون کوي.
XS
SM
MD
LG