د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

کرزي د سالنګ له درې نه لیدنه وکړه


کرزي په سالنګ دره کې
کرزي په سالنګ دره کې

افغان ولسمشر حامد كرزي د سالنګ له تونل څخه د ليدنې پرمهال د دغه تونل د لا خونديتوب په برخه كې نوي پيل شوي پروګرامونه له نږدې وڅارل.ښاغلي كرزي وړاندې وويل، چې كابل ته تر بېرته ستنېدو وروسته به په كابينه كې يو ځل بيا د سالنګ د مسلې په اړه بيا غور وشي څو دا كار لا ګړندۍ شي او د بشپړېدو لپاره يې ژر منابع پيدا شي.

د افغانستان د فواېد عامې سر پرست وزير سهراب علي صفري، چې له ولسمشر سره په دې سفر كې ملګرۍ وه، د خپلو پروګرامونو په اړه يې وويل، چې دوی درې ډوله پروګرامونه نيولي دي، چې يو يې د لنډې مودې، دوهم د منځنې مودې او درېم د اوږدې مودې پروګرامونه دي په لنډه موده كې يې دغه تدابير نيولي دي.

ښاغلي صفري زياته كړه، چې په منځني موده كې به د سالنګ د تونل ټول هغه تاسيسات، چې ويجاړ شوي دي بيرته ورغول شي البته وروسته له هاغې، چې د وزيرانو په شورا كې منظور شي او په اوږد مهاله نېټه كې به دوی د تونل په امتداد د سړك لپاره څه باندې ۵۰۰ متره سمېټي جالۍ يا ګالري جوړې كړي.
د سالنګ دره


دغه ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت په چوكاټ كې به د سالنګ د تونل په امتداد روغتيايي كلنيكونه هم جوړ شي.

د سالنګ په تونل كې د تېر ژمي په وروستيو كې د واورو او طوفان له امله د را منځته شوي مرګوني پېښې په ترڅ كې ۱۷۹ لاروي مړه او تر ۲۰۰ زيات نور سخت ژوبل شوي وه، چې وروسته بيا د وزيرانو شورا د دغه تونل د خونديتوب په برخه كې د يو شمېر جدي تدابيرو د نيولو پريكړه كړې وه.

د سيمي خلك وايي، كه حكومت د دغه تونل د خونديتوب په اړه خپله ټول پروګرامونه له راتلونكي ژمي څخه د مخه بشپړ نه كړي نو ښايي خلك به له ورته ستونزو سره په راتلونكي كال كې هم مخامخ شي او بيا به په سيمه كې د كوم بل بشري ناورين ويره موجوده وي.

مجاهد جواد .
XS
SM
MD
LG