هیلري کلنټن وویل:
"دا په کاناډا پورې تړلې ده، چې خپل مسیر تعین کړي، خو دا هم ښکاره ده چې موږ هیله من یوو، چې یو ډول ارتباط او دوامداره ملاتړ وي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې بیا مساله مشخصه کړه او د کاناډا سي، ټي، وي تلویزیون ته یې وویل:
"پوځي ځواکونه کولای شي، چې د جګړې پرځای د روزنې مسالې ته پام واړوي، یا د دې پرځای چې په اوله کرښه کې جګړه وکړي لوژیستکي ملاتړ ته را وړاندې شي."
تر دې مرکې څو ساعته وروسته د کاناډا حکومت خپل دریځ روښانه کړ. سي، ټي، وي د کاناډا د یوه جګ پوړي مقام په وینا وویل، داسې غوښتنې کېدای شي، چې لکه ږلۍ ووري، خو اغیز به ونه کړي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر لارنس کانن هم مساله یاده کړه:
"اجازه راکړئ، چې یو ځل بیا په ښکاره ووایم، زموږ پوځي ماموریت په دوه زره یولسم کال کې پای ته رسیږي."
وروسته تر دې چې د هیلري کلنټن مرکه خپره شوه نن سهار د کاناډا صدراعظم سټیفن هارپر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې سره وکتل، خو د کاناډایي رسنیو په وینا په دې لیدنه کتنه کې هیلري کلنټن په افغانستان کې د کاناډا د پوځي ماموریت د ادامې غوښتنه ونه کړه خو بیا هم د کاناډا صدراعظم وویل، چې د دوی ماموریت به په افغانستان کې را روان میلادي کال پای ته ورسیږي.
سیاسي څیړونکي وایي، د دې لپاره چې په کاناډا کې اکثریت په افغانستان کې له پوځي ماموریت سره مخالفت کوي نو د کاناډا حکومت نه غواړي، چې دغه ماموریت ته دوام ورکړي اما کاناډا دا هم نه شي کولای چې د امریکا غوښتنې ته پام ونه کړي، نو ممکن خپل یو شمېر روزنکي د کندهار پر ځای د افغانستان په یوه بل ولایت کې وساتي.