د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

بانکي مون منځنۍ اسیا ته ځي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون

ټاکل شوې چې نوموړی به د منځنۍ اسیا د پینځو هیوادونو له مشرانو سره د سیمه ایزې همکارۍ ،د اټومي وسلو د نه خپریدو د تړون،چاپیریال ساتنې ، د اوبو د ویش ، انرژۍ، او د اقلیم د بدلون پر موضوعاتو خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه به دا منځنۍ اسیا ته د بانکي مون لومړنی سفر وي.

د ملګرو ملتونو سر منشي به لومړی ترکمنستان ته لاړ شي او په عشق اباد کې به بان کې مون ددو ورځو په لړ کې له ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف سره وویني او د غلته به د ملګرو ملتونو له سیمه ایز دفتر کتنه هم وکړي.

د ملګرو ملتونو د سر منشي ویاند مارټین نسیرګي وویل بان کې مون به هڅه وکړي چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو له مشرانو سره هغه موضوعات مطرح کړي چې د سیمې د هیوادونو په ګټه دي.

د منځنۍ اسیا د هیوادونو تر منځ د د مځکې او ابو د ویش ،چاپیریال،او انرژۍ پر مسلو شخړې او اختلافات وجود لري.

ازبکستان او تاجکستان د راغون د اوبو بند د جوړولو پر سر اختلافات لري او همدا شان ازبکستان تیره میاشت دغه هیواد ته د قیرغیز اتباعو پر ننوتو یو شمیر قیودات وضعه کړل.

د ملګرو ملتونو د سر منشي ویاند په دې اړه چې ایا بانکي مون به د منځنۍ اسیا د هیوادونو تر منځ د اختلافاتو د حل لپاره منځګړتوب وکړي که څنګه څه ونه وییل خو زیاته يې کړه چې د اوبو او انرژۍ موضوعات په سیمه ایزې همکارۍ کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي به له ترکمنستان نه قیرغیزستان ته سفر وکړي او د اپریل په دریمه نیټه به له جمهور رییس باقیف سره کتنه وکړي.

یوه ورځ وروسته به بیا نوموړي ازبکستان ته ولاړ شي او له ولسمشر سره له کتنې وروسته به د تاشکند د اقتصاد او دیپلوماسۍ په پوهنتون کې وینا وکړي.

بانکي مون به د اورال بحیره هم له نزدې وویني چیرته چې د اوبو د کمښت په نتیجه کې ورځ په ورځ د چاپریال ستونزه لویږي.


د ملګرو ملتونو سر منشي به تاجکستان او بیا له قزاقستان څخه په دوه ورځنۍ کتنې سره له منځنۍ اسیا څخه خپل سفر پای ته ورسوي.

په قزاقستان کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي سمې پلاتینسک ته لاړ شي دا هغه منطقه ده چیرته چې به پخواني شوروي اتحاد اټومي وسلې ازمویلې.

بان کي مون به د اټومي وسلو تاثر له نزدې وویني او د اټومي وسلو د نه خپریدو پر تړون به ټینګار وکړي.
XS
SM
MD
LG