د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

افغان بنديانې میرمنې په زندان کې له ټولو امکاناتو څخه برخمنې دي


افغان میرمنو ته په زندان کې هرډول اسانتیاوې شته
افغان میرمنو ته په زندان کې هرډول اسانتیاوې شته

په كابل كې د ښځينه زندان چارواكي وايي، چې د دوى د بادام باغ په ښځينه زندان كې د بندي ميرمنو لپاره د ژوند يو سالم چاپيريال رامنځ ته كړي او هغوې ته يې ټول امكانات په واك كې وركړې دي.

د دې زندان مرستيالې سرڅارن زرافشان د سې شنبې په ورځ بنديانو ته د افغانستان د ورزشكارانو د تشويقي بنياد له خوا د سپورټي وسايلو د ويش په مهال وويل، چې د ژوند د نورو امكاناتو ترڅنګ يې بنديانو ته د ښوونې او روزنې امكانات هم برابر كړي دي:

"موږ په محبس كې د مرېو اوبدنه،لاسي ګنډل، كمپيوټر،انګليسي او د ليك لوست د زده كړې كورسونه جوړ كړي دي او بنديان له هغوي څخه ګټه اخلي كله، چې دوی خلاصيږي دا شيان به يې زده وي او په ورځني ژوند كې به ترې ګټه واخلي دلته شرايط ښه دي.

درسي خونې او د اوسېدو خونې يې ډيرې منظمې دي او ټول امكانات مو ښځينه بنديانو ته برابر کړي دي."

د دې زندان د چارواكو په وينا اوس مهال په دې زندان كې يوسلو څلوېښت ميرمنې د بند شپې او ورځې تېروي، چې پنځه يي بهرنۍ وګړي دي.

دوى وايي، د دغه پنځو بهرنيو ميرمنو له ډلې درې د افريقا، يوه يې د ايران او يوه بله يې پاكستانی ده، چې د نشه يي توكو د قاچاق او د ځان وژونكو بريدونو په جرم بندی شوې.

د افغانستان د ورزشكارانو د تشويقي بنياد مشر جنرال سكندر اصغري، چې د ښځينه محبس له زندانيانو سره د سپورټي وسايلو مرسته وكړه وويل، چې دوى تر دې مخكې هم له ښځينه بنديانو سره ورته مرسته كړې او هدف يې دادی ترڅو دغه بندي ميرمنې چې په بېلا بېلو جرمونو د اوږدو كلونو د بند سزاګانې ګالي، ښو كارونو ته وهڅول شي.

يو شمېرافغان ميرمنې، چې په دې بند كې شپې او ورځې سبا كوي وويل، دوى ته په زندان كې د ژوند هر ډول امكانات برابر دي او دوی ته هره ورځ د انګليسي،كمپيوټر، د ليك لوست او ځيني نورې حرفه يي زده كړې هم وركول كيږي.


"زما نوم ريحانه ده يولس مياشتې كيږي، چې زه په زندان کې يم او درې ماشومان هم لرم لوی ماشوم به مې تل د خلكو په دروازو ګرځېدلو خو اوس په ملي اردو كې شامل شوي دي، ځكه بې سرپنا وو. او دوه نور ماشومانو ته د محبس رياست چارواكو زمينه مساعده كړه اوس په روزنتون كې دی زده كړه هم وركول كيږي.

موږ دلته كولای شو، چې كمپيوټر، انګليسي او خياطي زده كړو او همدا راز موږ ته دا زمينه هم برابره ده، چې سپورټ وكړو."

اوس مهال په زندان كې له بندي ميرمنو سره څلور څلويښت ماشومان هم اوسيږي،
چې هغوي ته د ليك لوست د زده كړې ترڅنګ يو ځانګړۍ روزنتون هم جوړشوى دى.

كه څه هم افغان چارواكي په زندانونو كې بنديانو ته د ښو امكاناتو د برابرولو خبره كوي، خو ليدل شوي، چې د هېواد په بېلابېلو او په تېره بيا د كابل د څرخي پله په زندان كې بنديانو له دوى سره د ناسم چلند او د امكاناتو د نشتوالي له كبله په اعتصاب لاس پورې كړې.

د بشر د حقوقو ادارو هم په وار وار له دولت نه غوښتي، چې په زندانونو كې بنديانو ته لازم شرايط برابر كړي.
XS
SM
MD
LG